بيجنګ30 ستمبر(اے پی پی)د چين پايه تخت بيجنګ كښې د پاكستان سفارتخانې كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو بهادرۍ او قربانيو ته د پېرزوينې وړاندې كولو سره د دفاع او شهيدانو ورځې په مناسبت سره يوه دستوره وشوه۔د چين پيپلز لبرېشن آرمي(ايئرفورس)ډپټي كمانډر ايئر مارشل جياژي ګانګ دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو۔په دستوره كښې د چين اعلٰی سول او پوځي چارواكو۔د سفارتي كور غړو٬دفاعي اتاشي٬مېډيا استازو٬د پاكستان كميونټۍ غړو او د سفارتخانې افسرانو پشمول نورو مېلمنو په لوي شمېر ګډون وكړو۔بيجنګ كښې د پاكستان سفارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د دستورې پېل د قامي ترانې څخه وشو ٬ د دې نه پس د خوږ هېواد دفاع له د خپلو ځانونو قربانۍ وړاندې كوونكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره د لږ وخت لپاره خاموشي اختيار كړی شوه۔په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي دستورې ته خطاب كښې د دفاع ورځ په اهميت رڼا اچولو سره د هېواد دفاع كښې د پاكستان پوځ ځوانانو بهادرۍ٬عزم او لازواله قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔سفير خليل هاشمي د پاكستان او چين ترمينځه قوي روابط او په خاص توګه دفاعي څانګه كښې په شراكتدارۍ او مرسته زور راوړو ۔ده ووئيل پاكستان چين سره خپلو قوي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په منطقه كښې د امن او سلامتيا شريك اهداف مخ په وړاندې بوتللو له عزم لري ۔په دستوره كښې د كال 1965 جنګ په پېښو پريزنټيشن هم وركړے شو چې پكښې د پاكستان وسله والو ځواكونو د بهادرۍ كارنامې شاملې وې۔په دې موقع يو دستاويزي فلم هم وښودلې شو چې پكښې د پاك پوځ كاميابو٬ د طبعي آفتونو مخ نيوي له مرسته٬امن مشن او سيمه ايز استحكام كښې د هغوي كردار رامخې ته كړو۔(
متعلقہ مضامین
-
Food subsidy to provide relief to weaker segments of society: Ilyas
-
Security at Torkham border to ensure entries, no humiliation to Afghans: Official
-
World Tourism Day to be marked on Sept 27
-
PM felicitates Saudi Crown Prince on national day of KSA
-
PM felicitates Saudi Crown Prince on national day of KSA
-
Everyone delivers speeches, but do nothing when in power: IHC CJ
-
FO rejects reports of Pakistani delegation visiting Israel
-
Court has no idea of regime change losses
-
Senior journalist Ayaz Amir’s daughter-in-law found dead in Islamabad
-
Karachi DSP robbed of Rs800,000, mobile phones at gunpoint
-
‘All hell to break loose’ without debt relief deal: PM Shehbaz
-
Amendments to NAB rules an attempt to give relief to Nawaz: Cheema