اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي )وزيراعظم عمران خان اسلام اباد كښې د پنځوسو كټونو د ائسولېشن سنټر دوره كړې او د متعدې نارغيو د ٢٥٢ كټونو د يو روغتون د بنياد تيګه ئې هم ايښودې ده ۔ روغتون كښې به لېب او د ډائيګناسټك سنټر پشمول ټولۍ آسانۍ ترلاسه وي، دلته به ناريناٶ لپاره څلور او مېرمنو لپاره درې بلاكس وي ۔ وزيراعظم عمران خان د كرونا وائرس وباء له مخې په اسلام آباد كښې د متعدي رنځونو نه بچ كېدو او درملنې لپاره د 252 كټونو د آئسولېشن روغتون د بنياد تيګه هم كېښوده ۔ د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اي) چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل وزيراعظم ته په منصوبه بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول دا روغتون به په 40 کناله زمكه جوړولې شي او دا به فرنټيئر ورکس آرګنائزېشن جوړوي، روغتون كښې به لېب او د ډائيګناسټك سنټر پشمول ټولۍ آسانۍ ترلاسه وي، دلته به ناريناٶ لپاره څلور او مېرمنو لپاره درې بلاكس وي۔ وزيراعظم دا منصوبه مهمه ګرځولو سره د دې ستائنه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ته د پاك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې د 50 بسترو د كرونا وائرس د آئسولېشن سنټر په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم د کرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره د آئسوليشن سنټر د بېلا بېلو برخو جاج هم واخست او هېواد كښې د كرونا وائرس مخنيوي په اړه ئې د آئسوليشن سنټر جوړولو ستائنه وكړه۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا هم موجود ٶ۔
متعلقہ مضامین
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
PPP ready for ‘long march’ to protect 18th Amend: Bilawal
-
Extension in special powers granted to Rangers signed by Sindh govt
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
Govt introduces one window option to register new companies online
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
Sahiwal victims’ family refuses to take part in identification parade
-
Asia Bibi free to travel anywhere: FO
-
Taliban, US committees to prepare strategy for troop withdrawal, curbing terror
-
South Asia challenges to grow in 2019 due to India, Afghanistan elections: US