اسلام آباد 08 مئی (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی د ناروغيو تشخیص او هغې څخه بچ كيدو لپاره جدیده ټیکنالوجي او پھ خاص توګه مصنوعی ذهانت كارولو په حاجت زور راوړولو سره وئيلي دي اعضاء عطیه كول د دړد مند انسانیت ښه خذمت دے ، هېواد كښې عطیه او ټرانسپلانټېشن ترمينځه خنډان لري كولو له كوټلې قانون سازۍ ته اړټيا ده ٬د سترګو رنځ او د هغې تشخیص لپاره د صحت څانګې اقداماتو ته اړتيا ده، د سترګو درملنې او ټرانسپلانټ څانګې لپاره به په ګډه هڅې كول وي، د سترګو درملنې او ټرانسپلانټ څانګې لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ پينډۍ كښې الشفاء آئی ټرسټ روغتون كښې د هېواد وړومبني آئی بینك پرانستې دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ الشفاء آئی بینك د امریکې يو غیر سرکاری تنظیم ”ایور سائټ” په مرسته جوړ شوې او دا د قرنیه سټور کولو اسانۍ لري څوك چې د قرنیه په سوب ړانده شوې او د هغوي ټرانسپلانټ كېږي۔ اولس مشر ووئيل د اعضاء عطیه او پیوند کارۍ د لارې د ژوند بچ كولو كلتور بايد د اعضاء سم استعمال لپاره په ریاستی كچه مناسب انداز ریګولیټ شي۔ په دې لړ كښې مناسبې قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ اولس مشر د سترګو په درملنۍ په لړ كښې د الشفاء آئی ټرسټ روغتون معیاری خذمات ستائلو سره ووئيل د قرنیه ټرانسپلانټ اسانۍ په ټول هېواد كښې د ګڼو رنځورانو درملنۍ له مرستياله ګرځي۔ ده ووئيل دا مهال پاکستان د قرنیه عطیات په اړه تر ټولو زيات په سری لنکا انحصار کوي۔ اولس مشر ووئيل په ځائې كچه طلب پورا کولو له د اعضاء عطیه كولو په اړه اولس كښې شعور بيدارولو ته اړتيا ده۔ ده تجویز وركړو چې پھ رضاکارانه ډول اعضاء عطیه كولو له د اولس ډاډګيرنې په اړه د اسلامی نظریاتی کونسل او علماء کرامو څخه دې هم رائې واخستلې شي۔ ډاکټر عارف علوی ووئيل جدیده ټیکنالوجي او په خاص توګه مصنوعی ذهانت کارولو سره د سترګو رنځونو په څانګه كښې تحقیق په ښه ډول باوري كيدې شي۔ اولس مشر د ذیابیطس مخنيوي په حاجت هم زور راوړو كوم چې د سترګو لپاره هم مسئلې راپیدا کوي۔ اولس مشر د الشفاء آئی ټرسټ روغتون چارې په ښھ ډول چلولو له د شته مندو كردار هم وستائلو
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
People cannot be left at mercy of ‘miscreants’
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’