اسلام آباد ۔ 17 اپرېل (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د شورؤ په ورځ كاروبار كښې د آسانيو پېدا كولو په اړه د جاج اخستو غونډې مشري وكړه۔ د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف وزيراعظم تر دې دمه د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ غونډه كښې د پنجاب او سندھ كاروباري پورټلز سره د اېس اي سي پي د همغږۍ په اړه غور وكړې شو۔ اوس كومه هم كمپني د اېس اي سي پي په آن لائن پلېټ فارم يوه ورځ كښې رجسټرډ كېدې شي۔ لاهور ډوېلپمنټ اتھارټی لاهور كښې خپل ون ونډو آپرېشن پېل كړې چرته چې د تعميراتي پرمټ جاري كولو عمل كښې ټولې څانګې موجود وي۔ دغسې كراچۍ كښې هم دورانيه كمه كړې شوې۔ پنجاب كښې پراپرټي رجسټرېشن په بشپړه توګه خود كاره جوړ كړې شوې ۔ د وفاقی او صوبائی ټېکسونو ٬ کنټری بیوشنز او ډیوټیز آن لائن ادائيګي كولې شي۔ بنيادي ضروري څانګې له د پاكستان كسټمز آن لائن پلېټ فارم كارېدې شي دغسې چې د درآمد او برآمد كوؤنكو سره مرسته وكړې شي او وخت او مصرف كم كړې شي۔ د کے الېکټرک لخوا د برېښنا پخوانو كنكشنونو عمل خود كاره جوړولو سره دا آن لائن كړې شوې دغسې چې كسټمر د خپل درخواست درك لګولې شي۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې د برېښنا كنكشن ترلاسه كولو له دې موده تر يوې مياشتې راوستې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt initiates work on electoral reforms
-
SHO Shahpur killed
-
TVET provides toolkits, sewing machines for economic reintegration
-
IHC points out objections on plea of ex-governor Punjab
-
Soldier martyred in South Waziristan IED blast
-
NAB Chairman bans transfers, postings in bureau
-
Better to leave govt than burdening masses with inflation
-
Forests cover loss resulting in heat waves
-
Better to leave govt than burdening masses with inflation
-
FM Bilawal Bhutto to leave for maiden bilateral visit to China tomorrow
-
Govt took tough decisions in best national interest: Mian Javed Latif
-
Govt took tough decisions in best national interest: Mian Javed Latif