اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) پخواني اولس مشر آصف علي زرداري د هندي پوځي الوتكو د لائن آف كنټرول د پرله پسې خلاف ورزيو سخته غندنه كولو سره وئيلي دي هندي واكمن دې په دې غلط فهمۍ كښې نه اوسيږي چې مونږ به د دې ډول پېښو يوازې غندنې كوٶ٬ بلكې دا خبره په ذهن كښې وساتۍ چې په مناسب وخت به د ځواب وركولو حق محفوظ ساتو۔ خپل بيان كښې آصف علی زرداري ووئيل د قام هر كس د پاكستان وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ ده ووئيل مودي په انتخاباتو كښې كاميابۍ لپاره د منطقې امن د خرابولو نه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هند له پكار دي چې د پولو احترام كولو سره په نړيوالو اصولو عمل وكړي او دا په ذهن كښې اوساتي كه هند څه داسې حركت وكړو ځواب له دې چمتو اوسي۔ آصف زرداري د مودي د جنوني ذهنیت په ضد هند كښې هم غږونه پورته كېږي ۔ ده ووئيل پاكستان امن پسند هېواد دے او په منطقه كښې امن غواړي٬ د پاکستان د امن خوښۍ اصول او پاليسي دې زمونږ كمزوري اونه ګڼلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Muslims face frugal Ramazan as Ukraine war drives up food prices
-
Govt policies to promote innovation, entrepreneurship in KP: Jhagra
-
Nation united under the dynamic leadership of PM Imran Khan: Dr Yasmin
-
FINCA Bank and Vital Green to provide financing to farmers
-
Int’l Conference on Linguistic, Literary and Pedagogical Turns held
-
CBD Punjab gets approval of 750ft height from CAA
-
Dubai Islamic Bank, PMRC join hands to promote housing finance
-
IMC wins Corporate Social Responsibility Award 2022
-
Scientific, cultural exhibition held
-
Cross-examination of eight eye-witnesses completed in Priyantha case
-
Scientific, cultural exhibition held
-
KP CM grieved over martyrdom of security forces’ personnel