اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د او آئی سی غړو هېوادونو پارلماني مشرانو ،سپیکرانو او پریذائډنګ آفسرانو ته د هندي جارحیت په ضد خط ليكلې دے۔ د سېنېټ سیکټريټ له مخې د سېنېټ چیئرمېن خط كښې ليكلې چې ګڼ بې ګناه کشمیریان وژلې كېږي او ډېر د پیلټ ټوپك د لارې معذوره کړې شوې۔ ده په خپل خط كښې غوښتنه كړې چې او آئی سی غونډه كښې ګډون لپاره هند ته وركړې شوي بلنه دې بيرته واخستلې شي۔ هند له بلنې وركولو سره د پاکستان اولس او د ټاكلو پارلماني نمائندګانو زړونه آزاری شوې۔ خط كښې ليكلې شوې او آئی سی په مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه وګړو په ظلمونو عمر له تاریخی مؤقف اختیار کړې۔ د نړۍ په كومه هم برخه كښې چې مسلمانان په تکلیف كښې وي نو د هغوي تکلیف ټوله نړۍ كښې محسوسېږي۔ مقبوضه کشمیر كښې په مسلمانانو روان ظلمونه مونږ نه شو نظر انداز كولې۔ صادق سنجرانی وئيلي دي هند کشمیریانو له د خپلواكۍ حق نه وركوي كوم حق چې هغوي له د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو وركړې۔پاکستان به د کشمیریانو د آزادۍ لپاره د جائزو هڅو سفارتی ،اخلاقی او سیاسی ملاتړ روان ساتي۔صادق سنجرانی هيله لرلې چې د او آئی سی غړي هېوادونه به د بلنې منسوخ کولو له خپل مؤثره کردار ترسره كړي
متعلقہ مضامین
-
ISPR releases Shad Rahe Pakistan national song amid 23rd March celebrations
-
IHC moved against ECP notice to PM
-
Political activities reaches climax ahead of LB election
-
Sheikh Rasheed advises PM to declare Governor rule in Sindh
-
Pakistan welcomes the debut of Chinese PV inverter
-
Lahore to have its tallest residential tower
-
Govt orders spy agencies to monitor of MNAs ahead of vote on no-trust
-
ITP takes action against amateur drivers, motorcyclists
-
Protest rally held against killing of youth in IIOJK
-
Administrator warns playground encroachers of strict action
-
Buddhist monks, nuns from Malaysia, Indonesia, China visit Peshawar Museum
-
Protest rally held against killing of youth in IIOJK