اسلام آباد 21 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره پاکستان كښې د چین سفیر یاؤ جنګ خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو چین۔پاکستان اقتصادی راهدارۍ پشمول په نورو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ په دې موقع خارجه وزير ووئيل د چين خپل همڅنګ سره بیجنګ او کابل كښې شوې ملاقاتونه ګټه ور وؤ، مونږ دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو د لارې پاك۔چین ملګرتيا لا مستحکمولو ته سلا شوې وؤ۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان د چین په قوي ملاتړ او په مرسته د چين مننه كوي، پاك۔چین اقتصادی راهدارې د پاکستان معاشی پرمختګ لپاره اهميت لري۔ده ووئيل پاکستان د دوه اړخيزه تجارتی او اقتصادی مرستې ته د ودې وركولو پشمول بيلو څانګو كښې د چين د مرستې هركلې كوي۔په دې موقع د چین سفیر ووئيل چین۔پاکستان ملګرتيا د وخت سره سره لا مستحكمېږي۔ تير كال نومبر كښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د چین کامیاب دورہ کړې وه او د دواړه هېوادونو مشرانو ترمينځه مهم ملاقاتونه شوې وو
متعلقہ مضامین
-
Kashmiris’ resolve to continue freedom struggle reaffirmed
-
Kashmiris’ resolve to continue freedom struggle reaffirmed
-
Kashmiris’ resolve to continue freedom struggle reaffirmed
-
Gloom as death toll from Peshawar blast mounts to 63
-
PAF-USAF exercise comes to an end
-
PTI brought destruction in name of ‘change’
-
PPP must focus on welfare of Sindh people: Hasaan
-
Pir stabbed to death
-
Two kids dead in fire due to short circuit
-
Changing mindsets vital to achieve gender equality: Chairperson NCRC
-
Shehbaz hopes Parliament will vote against PECA
-
Shehbaz hopes Parliament will vote against PECA