اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د پوځ ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زېد النهيان د اتوار په ورځ د پاكستان په دوره اسلام آباد ته راغلو۔ په هوائي اډه وزيراعظم عمران خان د هغه هركلې وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان محمد بن زېد النهيان ته د دې دورې كولو بلنه وركړې وه۔ د بيان له مخې پاكستان او متحده عرب امارات نزدې او مثالي اړيكې لري۔ دواړه هېوادونه په يو شمېر مهم نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب اماراتو د پوځ ډپټي سپريم كمانډر شېخ محمد بن زېد النهيان د دې نه وړاندې په كال 2007م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ د بيان له مخې ولي عهد دورې سره به د دواړو هېوادونو د ورورولې اړيكې وده وكړي۔ متحده عرب امارات په مېنځني ختيځ كښې د پاكستان مهم تجارتي شراكتدار دي۔ اماراتو د پاكستان په فارن كرنسي اكاؤنټ كښې د درې اربه جمع كولو د وړاندې نه اعلان كړے او پاكستان ته تاخير سره د ادائيګې په بنياد د تېل وركولو په اسانيې هم خبرې روانې دي۔ دواړه هېوادونه اړيكې د اوږدې مودې په ستراتېژيكي شركت كښې بدلولو لپاره هڅې كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Continuous efforts needed to make Pakistan polio free
-
PPP long march’s fated to fail like JUI-F’s
-
Commuters complain of overcharging on Karachi Green Line bus
-
Plea against PECA: BHC issues notices to govt
-
Plea against PECA: BHC issues notices to govt
-
FIA seeks daily hearings against Shehbaz Sharif
-
IHC issues notices over Election Act amendments
-
Rangers organize free medical camp in Saudabad
-
FBR collects Rs3799 bln taxes in 8 months: Farrukh
-
Opposition to face defeat on No-confidence motion: Kanwal Shauzab
-
Israel forces kill 2 Palestinians in West Bank arrest raid
-
COVID-19: Pakistan records 18 deaths, 861 new cases in last 24 hours