اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د ټولنې په پرمختګ كښې د نوې نسل مناسبه روزنه يو قوي بنياد وي ٬ هم د دغې فلسفې په بنياد پاكستان تحريك انصاف په هېواد كښې د بدلون لاره هواره كړې٬وزيراعظم عمران خان قام ته په وړومبني خطاب كښې د ماشومانو په روزنه كښې د بېغورو او مناسبې روزنې نه كېدو پلو د قام پام راګرځولو سره په دې حساسه معامله خبره كړې او د دې خاتمه يې د خپل حكومت هدف ګرځولې ؤ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره د پارليماني ټاسك فورس غونډې ته خپل خطاب كښ وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل زه په دې خوشحاله شوې يم چې اېس ډي جيز پارليماني ټاسك فورس د ماشومانو په مناسبه روزنه نه كېدو په سرخط كار كړې او په ماشومانو كښې د خوراك په كمي يې يو قامي پارليماني كنفرنس هم كړې۔ده ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د اېس ډي جيز په اړه زياتې چارې صوبو ته سپارلې شوي خو وفاق اوس هم په دې اړه مرسته كوي۔ده ووئيل د اولس د حقيقي نمائندګانو په حېثيت پارليمان حق لري چې په دې چارو كښې د اولس او د انتظاميې څارنه او لارښودنه روانه وساتي۔سپيكر پارليماني ټاسك فورس ته د ټولو اسمبليو سره د رابطې لرلو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر په حېث به زه د ټولو اسمبلو سپيكرانو ته خط ليكم او هغوي له به د داسې ټاسك فورسز جوړولو تجويز هم وركوم۔په غونډه كښې د اېس ډي جيز ټاسك فورس كنوينئر رياض فتيانه سره د قامي اسمبلۍ نورو غړو هم ګډون كولو۔
متعلقہ مضامین
-
PM for more Pak-China coordination to deal with emerging threats
-
PM for more Pak-China coordination to deal with emerging threats
-
IHC responsible to ensure fair trial in Kulbhushan case: CJ
-
Ishaq Dar lied in BBC interview about his assets: PM Imran
-
Health Levy Bill: A new source for increasing government revenues
-
SC seeks record of 10 Billion Tree Tsunami project
-
Dar spews venom against Army top brass
-
PRCS constitutes committee to probe employee’s death
-
Azad Kashmir president calls on governor Punjab
-
Ashrafi thanks OIC for supporting Pakistan over Kashmir
-
SHC grants Centre 14 days to enforce transgender rights law
-
SHC grants Centre 14 days to enforce transgender rights law