چاغی ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د پاك ايران د ګډې سرحدي كمېشن په 22 مه غونډه كښې د اكنامك كمېټۍ جوړولو پرېكړه شوې ده چې ترمخه به ئې چاغي ٬ واشك ٬ پنجګور ٬ تربت او ګوادر كښې شريك ټېكس فري ماركيټونه جوړولې شي۔ دغسې چې د پوله والو ضلعو اوسېدونكي دوه اړخيزه تجارت څخه استفاده وكړي۔ د رخشاں ډيژن كمشنر نصير احمد ناصر ترمخه په ايراني ښار زاهدان كښې شوې د پاك ايران د ګډې سرحدي كمېشن غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري د بلوچستان چيف سېكتر اختر نذیر او د ايراني پلاوي مشري د سيستان بلوچستان دوهم ګورنر محمد هادي مراشي كوله۔ غونډه كښې پاكستاني پلاوي د پولې په خلاف ورزۍ ايراني چارواكو ته احتجاج وكړو او سباؤن كښې دداسې پېښو په مخنيوي ئې زور راوړو۔ غونډه كښې د ګډون كوؤنكو چارواكو لمخې په پاك ايران پوله د ترهګرۍ مخنيوي له په هڅو كولو اتفاق شوې او د نشائي توكو او بشري قاچاق مخنيوي له تګلاره هم وضعه كړې شوه۔ پاكستاني پلاوي دريځ خپل كړو چې په پاك افغان پوله د كانټا تار بشپړ كېدو سره د نشائي توكو او بشري قاچاق كښې كمې راغلې۔ غونډه كښې د پاك ايران ملګرتيا خيال ساتلو سره دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو اتفاق هم وكړې شو
متعلقہ مضامین
-
Reference filed against ex-secretary in Police Foundation plot case
-
Naval chief, German ambassador discuss maritime security
-
Internship programme in Punjab Police soon
-
Sindh CDA decides to turn 220 islands into tourist spots
-
KP committed to ending gender-based violence: Bangash
-
Cabinet panel okays two anti-rape ordinances
-
No ban on export of Pakistani workforce to UAE: SAPM
-
No change in Pakistan’s position on Israel: FO
-
PM asks opposite parties to cancel their rallies ahead of Multan jalsa
-
ADB approves $300m loan to promote macroeconomic stability
-
PM for simplifying procedure to get electricity connection
-
Three men die in Karachi’s Orangi factory fire