اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې د سي پیك له مخې د ګوادر څخه پیل كېدونكې خوشحالۍ سره به د بلوچستان حالات په مثبت پلو لاړ شي او غوره سباؤن لپاره به د دې موقعې څخه بشپړه استفاده كول وي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د لورالائي څخه په دوره راغليو ښاؤنكو او زده كونكو ته د وېنا په مهال وكړې۔لنډ مهاله اولس مشر ووئيل چې زده كونكي زمونږ د قوم سباؤن دې او دا يو حقيقت دې چې د نن دا زده كونكي به سبا په دې لارو كښې د پاكستان مشران په نظر راځي٬محمد صادق سنجراني ښاونكو او زده كونكو ته ووئيل چې د خوارۍ كولو نه بغېر مونږ په هيلو پوره نه شو ختلو۔ده ووئيل چې د چېلنجونو مقابلې لپاره به محنت كول وي۔د بلوچستان پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به خپل كردار ترسره كول وي۔ده ښاؤنكو او زده كونكو ته باور وركړو چې د سېنېټ چيئرمېن په حېث به هڅې روانې ساتم چې دغسې د بلوچستان ځوان نسل لپاره د تعليم په مېدان كښې زياتې موقعې پېدا كړی شي او دوي ته د پرمختګ په عمل كښې كردار ترسره كولو لپاره موقعې وركړې شي۔لنډ مهاله اولس مشر ايوان صدر ته په راتګ د دوي مننه هم وكړه
متعلقہ مضامین
-
Usman Dar visits UBL
-
14 new Omicron cases detected in KP
-
By-Polls in 13 districts of KP to start tomorrow
-
CDA fix waterfall at F-9 Park
-
CPNE slams use of unethical language in name of journalism
-
Opp stunt of no-confidence motion bound to fail: CM
-
Partly cloudy weather forecast for KP
-
‘Doctors can play vital role in early detection of childhood cancers’
-
Petroleum prices hit all-time high
-
Petrol price hits historic high after Rs12.03 hike
-
Hurriyat leader urges World to take effective cognizance of Indian brutalities in IIOJK
-
PCB chairman Ramiz Raja invites PM Khan for PSL 7 final