اسلام آباد ۔ 10 دسمبر (اے پی پی) د آئي اېس آئي پخواني مشر او د سنټر فار ګلوبل اېنډ سټرټېجك سټډيز چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) محمد ظهير الاسلام وئيلي دي په سوئيلي آسيا كښې په اوبو د جنګ تر ټولو زيات امكانات موجود دي۔ د هند د آبي جارحيت لامله پاكستان ته د خپلې برخې اوبه نه ترلاسه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سنټر فار ګلوبل اېنډ سټرټېجک سټډیز تر سېوري لاندې د “پانی، برصغیر میں مستقبل میں جنګ او امن” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د پوهانو خيال دے كه درېم نړيوال جنګ اوشو نو دا په اوبو وي۔ د هند يوازې پاكستان سره نه بلكې نيپال٬ بنګله دېش او چين سره هم د اوبو شخړې روانې دي۔ سندھ طاس لوظنامه د پاكستان د حقونو دفاع نه كوي۔ د دې لوظنامې به يو وارې بيا جاج اخستل وي۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن ووئيل چې كله پاكستان جوړ شو نو آبادي ئې يوازې 3 كروړه وه كومه چې 20 كروړه 70 لكه ته رسېدلې۔ ده ووئيل پاكستان كښې هر وګړې د كال3000 کیوبک اوبه لري۔ د پاكستان شمېره اوس د اوبو كمي سره مخ هېوادونو كښې كېږي۔ پاكستان كښې په آبادۍ قابو موندلو ته اړتيا ده۔ كنفرنس ته د فورټ ٬ انټېګرېټډ واټر ريسورسز مېنجمنټ ډاكټر حسن عباس ٬ د پلاننګ پخواني چيئرمېن امتیاز علی قرېشی٬ د بحریه پوهنتون هیومینټیز او سوشل سائنسز څانګې مشر ډاكټر اظهر احمد ٬ د سری لنکا د سمندري ځواك پخواني كمانډر اېډمرل ډاكټر جيوا نات كولمبېج ٬ پاكستان كښې د تاجكستان سفير جونوف شېر علي او نورو مهمو شخصياتو خطاب وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Admiral Fasih Bokhari Sounds the Concluding “Ring off Main Engines”
-
Pakistan’s textile demand reaches at its highest
-
Pari Gul becomes first female ASP of Balochistan
-
Punjab notifies closure of schools, seminaries, tuition centres
-
Admiral Fasih Bokhari: adieu to a sailor
-
WB to provide $19.85m to Pakistan for Covid-19 response
-
Chaudhry Ahmed Mukhtar passes away
-
Qureshi leaves for Niger to attend OIC council of foreign ministers
-
Qureshi leaves for Niger to attend OIC council of foreign ministers
-
Sindh reports 1384 Covid-19 cases, eight deaths in a day: CM
-
Punjab playing due role in Balochistan’s uplift: Buzdar
-
SC grants bail to Ahad Cheema in Ashiana housing case