اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) د پاكستان بېت المال منېجنګ ډائرېكټر غون عباسي وئېلي دي د 100 ورځو په مهال 542 مستحقو طالبعلمانو له په پوهنتونونو كښې د زده كړو لپاره تعليمي وظيفې وركړې شوې ٬د 55 وروستو پاتې كورنيو معاشي بحالۍ او د 214 معذورو وګړو تله ويل چيئرز٬د اورېدنې آلات ٬ وائټ سټېك او د مصنوعي اعضٰی وركولو سره سره د دوي مالي مرسته شوې ده٬د كينسر٬هيپيټائټس٬د ګردې٬ د زړه د رنځونو او په تهليسيميا او نورو رنځونو د اخته 7622 بې وزله رنځورانو درملنې له اړوندو روغتونونو تله 70 كروړ 54 لك 88 زره 356 روپۍ وركړی شوي۔د زيارت په ورځ د پاكستان بېت المال د 100 ورځو كاركردګۍ په اړه مېډيا ته بريفنګ كښې ده ووئيل د هېواد وروستو پاتې وګړو له دد روغتيا ٬ زده كړو او د روزګار پشمول ټولې بنيادي آسانۍ د دوي په درشل وركول د موجوده حكومت ترجيحات دي۔ده ووئيل د پاكستان سويټ هوم افاديت تر مخه به دا پروژه لا پراخه كولې شي۔په اولني پړاؤ كښې په ټول هېواد كښې 25 سويټ هومز جوړولې شي۔ ده ووئېل د چائلډ لېبر ختمولو لپاره به په سكولونو كښې نور لس زره كوچنيان رجسټرډ كولې شي۔ده ووئيل د يونيورسل سروس فنډ په مرسته به د وويمن ايمپاورمينټ مركزونو شمېرې زياتولو سره سره به كمپيوټر لېب هم جوړولې شي۔ده ووئيل د آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او قطبي سيمو پشمول د هېواد په لرې پرتو وروستو پاتې سيمو كښې به هم د پاكستان بېت المال خذمات رسول ممكن كولې شي دغسې چې زيات مستحق كسان د دې اسانيو څخه ګټھ پورته كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Statements of four more witnesses recorded in couple harassment case
-
Statements of four more witnesses recorded in couple harassment case
-
Beijing Winter Olympics: digital poster competition held
-
Expansion in UNSC’s non-permanent seats only way to ensure equitable regional representation: Pakistan
-
Hassan Ali fighting with teammates: video viral
-
All coalition partners behind PTI govt: Qureshi
-
527,355 children to be administer polio vaccine in Sargodha
-
Opposition can’t get required numbers for no-confidence against Govt: Rasheed
-
Man dies, 5 injured in Nasirabad blast
-
Low cost housing scheme to be introduced for Karachi: administrator
-
Fawad visits PTV Peshawar, assures employees of their problems’ resolution
-
PHC declare termination of Assistant Registrar, Women University, Swabi as illegal