لندن 16 اکتوبر (اے پي پي) د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل (ډي جي) مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي پاکستان خوښي لري چې امريكا تر بشپړ امن په افغانستان كښې پاتې شي ٬ نړۍ كښې القاعده ته د پاكستان د مرستې نه غېر ماتې نشي وركړې كېدې ٬ بايد د ترهګرۍ خاتمې لپاره نړۍ د پاكستان مننه وكړي ٬ پاکستان منطقه كښې امن لپاره ځانګړې قربانۍ وركړې ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په وراك پوهنتون كښې د خپلې وېنا په مهال كړې ۔ ده ووئيل د پاك پوځ د عملياتو په نتيجه كښې د ترهګرۍ كاروائۍ ډېرې كمې شوې ٬ پاکستان خواهش لري چې امريكا په افغانستان كښې تر بشپړ امن پاتې شي۔ ده ووئيل په ملاله يوسفزۍ بريد د مېرمنو د تعليم مخالفو ترهګرو كړې۔ ده ووئيل نړۍ كښې القاعده ته كله هم د پاكستان د مرستې نه غېر ماتې نشي وركړې كېدې ٬ د ترهګرۍ خاتمې لپاره بايد نړۍ د پاكستان مننه وكړي ۔ ده ووئيل پاكستان د منطقې امن لپاره مثالي قربانۍ وركړې ۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل پاكستان او منطقه كښې د اوږدې مودې امن لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے
متعلقہ مضامین
-
NCOC for strict implementation of NPIs to tackle Omicron
-
Kartarpur Corridor symbol of love, devotion: Fawad
-
Kartarpur Corridor symbol of love, devotion: Fawad
-
PM to launch Pakistan’s first national security policy today
-
PM to launch Pakistan’s first national security policy today
-
IHC tells Navy to engage defence secy to file appeal
-
Dedicated web portal launched to monitor CPEC projects
-
Kartarpur Corridor symbol of love, devotion: Fawad
-
PTI govt focused on long-term sustainable reforms: Dr Yasmin
-
President for more trade with South Korea, Algeria
-
Any no-trust motion against PM bound to fail: governor
-
‘Koi Bhooka Na Soye’ food truck inaugurated in Skardu