اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر 2018 ټاكنو كښې د ټګۍ پلټنو لپاره د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو د 30 كسيزه كمېټۍ اعلان كړې۔كمېټي به 2018 ټول ټاكنو كښې د ټګۍ پلټنو لپاره ټرم آف ريفرنس(ټي او آر)ته حتمي شكل وركوي او د دې له مخې به ضروري ګامونو پورته كولو پشمول د كمېټۍ غړي په اتفاق د ټاكلي وخت دننه راپور مرتب كولو سره ايوان ته وړاندې كولې شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ لنډ مهاله سېكتر قمر سهيل لودهي د لاس ليكونو څخه جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې په كمېټۍ كښې د دفاع وزير پرویز خټك، وفاقی وزیر شفقت محمود، وفاقی وزیر ډاکټر شیریں مزاري، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدري فواد حسین، وفاقی وزیر چوهدری طارق بشیر چیمه، وفاقی وزیر اعظم خان سواتي،د قامي اسمبلۍ غړي محمد عامر ډوګر، خالد حسین مګسي، اختر مینګل، سید امین الحق، غوث بخش خان مهر، سردار ایاز صادق، رانا تنویر حسین، احسن اقبال، مرتضیٰ جاوید عباسي، رانا ثناء اللہ، راجه پرویز اشرف، سید خورشید احمد شاہ، سید نوید قمر، امیر حیدر اعظم خان، عبدالواسع، سناتور محمد علی خان سیف، سناتور سرفراز بګټی، سناتور نعمان وزیر خټک، سناتور هدایت اللہ، سناتور محمد جاوید عباسی، سناتور محمد اسد علی خان جونیجو، سناتور محمد عثمان کاكړ، سناتور عبدالرحمن ملک او سناتور مولانا عبدالغفور حیدری شامل دي۔ د تحاريك په رڼا كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر د سېنېټ چيئرمېن ، د حكومتي ډلې مشر او د مخالفې ډلې مشر د مشاورت نه وروستو د پارليماني كمېټۍ اعلان كړی۔ کمیټی به د 2018 په ټول ټاكنو كښې د ټګۍ د تورونو جاج اخلي او خپل ټي او آر به په خپله جوړوي۔پھ كمېټۍ كښې به د ردو بدل اختيار د قامي اسمبلۍ سپيكر ته ترلاسه وي
متعلقہ مضامین
-
Sindh govt taking all possible steps for restoring lights of Karachi: Wahab
-
JI establishes rescue centre in Murree
-
Pakistan, EU strategic partnership enters next level: FM
-
Dialogue best option to settle conflicts: Tahir Ashrafi
-
Sargodha Police retrieve abductee, arrest kidnapper
-
Proposed bill ensures greater accountability of State Bank
-
KP receives 22 cases of Omicron variant: Health dept
-
Applications open for NIC’s cohort
-
Fog disturbs traffic flow
-
RCB asked to remove encroachments
-
IHC declares plea by Rana Shamim’s family non-maintainable
-
Usman Mirza, Jatoi cases a challenge for justice system