اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) برتانيه كښې د پاکستان هائي کمشنر صاحبزاده احمد خان وئيلي دي د ملګرو ملتونو راپور مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو او د بشري حقونو د سېګينې خلاف ورزۍ په ډاګه كړې۔ دا خبرې ده د جمعې په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښ كړې۔ ده په پاكستاني خبريالانو زور رواړو چې ھغوي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل لخوا د جاري شوي اوسني راپور تر مخه مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه په نړيواله كچه رامخې ته كولو كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ دستوره كښې د برتانيې او پاكستان ميډيا استاذو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ صاحبزادہ احمد خان ووئيل زه به د برتانيې پارلماني غړي٬ وزيرانو سره ملاقات او انټر نېشنل انسټي ټیوټ آف سټریټجك سټډیز او رائل یونائټیډ سروس انسټي ټیوټ پشمول د برتانيې تهنك ټېنكس په غونډو كښې ګډون كولو سره هغوي د ملګرو ملتونو راپور په رڼا كښې د هندي ظلمونو نه خبروم۔ ده ووئيل هند د مقبوضه كشمير د ھغه اولس په ضد وحشيانه طاقت كاروي٬ څوك چې د آزادۍ هلې ځلې كوي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره خپل ځانونه قربانوي۔ ده ووئيل زه به د پاكستان او برتانيې ترمېنځه اړيكو لا قوي كولو ته بشپړه پاملرنه كوم۔
متعلقہ مضامین
-
Around 600 craftspeople display artwork
-
No better society without peace, justice: Qasim Suri
-
Govt making efforts to make PNC more efficient
-
No better society without peace, justice: Qasim Suri
-
Fawad expresses felicitations to media for responsible coverage during TLP crisis
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
Court seeks NAB’s comments on acquittal plea of PPP’s senator
-
Kashmir’s suffering go beyond economic catastrophe: Farooq
-
Pakistan strongly condemns Kabul hospital attacks
-
Sindh-Hubei sign agreement to establish sister-provinces relationship
-
SHC approves protective bail of Aijaz Jakhrani
-
Sindh-Hubei sign agreement to establish sister-provinces relationship