اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر خان وئيلي دي چې د كشمير د آزادې په اړه نړيوالې ټولنې ته پاكستان سره د سياسي او سفارتي يووالي كولو ضرورت دے٬ بايد نړيواله ټولنه د مقبوضه كشمير په اړه دوه مخې معيار خپل نه كړي٬ بايد نړيواله ټولنه د كشمير په اړه خپل دريځ واضح كړي٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كميسون راپور منظر عام ته راوړلو لپاره دې پاكستان خپل كردار ترسره كړي٬ كشميرې اولس جرات او بهادرې سره د هندي ګولو مقابله كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې تر سيوري لاندې د برهان مظفر واني د شهادت د تلين په موقع په اسلام آباد كښې احتجاجي لاريون ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د حريت كنفرنس نور ګڼ شمېر مشران هم موجود وو۔ د آزاد كشمير وزيراعظم ووئيل چې مونږ د پاكستان نه په هر پلېټ فارم د سياسي او اخلاقي ملاتړ كولو هيله لرو۔ ده ووئيل چې د برهان واني پشان د ځوانانو قربانې په يو صورت هم نه شي نظرانداز كېدې۔ ده ووئيل چې كشميرې اولس خپل بنيادي د آزادې حق غواړي او زه باور وركوم چې دوي به دا حق ترلاسه كوي۔
متعلقہ مضامین
-
21 flights called off from Lahore Airport
-
41 top level positions lying vacant in 68 organisations
-
HPP, WWF-P join hands for ‘Rung Do Pakistan’
-
Farrukh underlines need to transform education system
-
Banana, moringa, sesbania, aloe vera to be planted in Gwadar
-
LNG reference against Shahid Khaqan Abbasi adjourned till Nov 2
-
PRCS holds blood camp at GIKI
-
Fawad denies Vawda’s claim about TLP deal
-
Accountability court defers Zardari’s indictment
-
Stick to your promises or face consequences
-
Bizenjo set to be elected Balochistan CM unopposed
-
Army top brass vows to thwart all threats to country’s security