اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيرې مېرمن خورشيد بروچا وئيلي دي چې د برهان واني شهادت د كشمير د آزادې په تحريك كښې نوې روح پوكلې٬ نننۍ كشميرې ځوان د خپل پلار نيكه نه زيات د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره پوخ عزم لري٬ د كشميريانو عزم ليدلو سره هندي چارواكي په دې تسليم كولو مجبوري دي چې د مقبوضه كشمير پوځي حل ممكن نه دے٬ هند ته به د مذاكراتو لار خپلول وي۔ هغې دا خبرې د كشميري ځوان برهان مظفر واني د شهادت په ورځ په خپل پېغام كښې وكړې۔ وفاقي وزيرې په خپل پېغام كښې واني شهيد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او وې وئيل چې د نن كشميرې ځوان د برهان واني د ژوند مقصد ترسره كولو لپاره د اته لكه هندي ځواكونو د ګولو او پېلټ ګنز ځواب په كاڼو وركوي۔ هغې ووئيل چې د برهان واني پشان د زرګونو كشميري ځوانانو عزم ليدلو سره هندي چارواكي په دې تسليم كولو مجبوري دي چې د مقبوضه كشمير پوځي حل ممكن نه دے او اخر به هم هند ته د مذاكراتو لار خپلول وي۔ هغې ووئيل چې پاكستان به تر هغه وخت د خپلو كشميري وروڼو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي تر څو چې دوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې خپل د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔
متعلقہ مضامین
-
ATC sentences ACLC personnel to death in Intizar murder case
-
ATC sentences ACLC personnel to death in Intizar murder case
-
Qureshi reaches Tehran to attend multilateral meeting on Afghanistan
-
In India, minorities face existential threat amidst rise of saffron terror
-
Qureshi reaches Tehran to attend multilateral meeting on Afghanistan
-
Situation alarming with new breast cancer patient every 13 minutes in Pakistan: Begum Alvi
-
Situation alarming with new breast cancer patient every 13 minutes in Pakistan: Begum Alvi
-
LCBDDA and RUDA accompanied PM in Saudi visit
-
Petitions moved to dismiss railways land lease reference against ex-minister
-
Pakistan most attractive market for Chinese entrepreneurs
-
Determination for freedom can’t be crushed with force: Gandapur
-
NEPRA approves Rs0.69 per unit hike in K-Electric tariff