اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي) د وزیراعظم رېونيو لپاره خاص سلاحكار او وفاقي وزير هارون اختر خان په مشرۍ كښې د زراعت څانګې پحقله د بجټ وړاندېزونو پحقله د جاج مهمه غونډه وشوه۔ په غونده كښې زراعت سره د تړون لرونكو بېلا بېلو شراكت دار او د اېسوسي اېشنونو نمائندګانو ګډون وكړو۔ د فوډ اېنډ ريسرچ وفاقي وزير سكندر حيات بوسن او د اېف بي آر چېئرمېن محمود پاشا نه علاوه نور لوړ پورې چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ په غونډه كښې د زراعت څانګې پرمختګ لپاره د بېلا بېلو تجويزونو او سفارشاتو جاج واخستې شو او د كروندګو د اسانيو او د كليوال معيشت پحقله په اقداماتو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع هارون اختر خان ووئيل زراعت د هېواد د معيشت د ملا تير دے زراعت او دې سره د تړون لرونكو نورو څانګو استحكام د اوسني حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ ده ووئيل حكومت د كروندګرو د حقونو تحفظ عزم لري او كروندګرو ته وركړې شوي رعايتونه او اسانۍ په ځائ ساتل غواړي په دې لړ كښې وړانديزونه به د بجټ برخه جولو لپاره د دې په سنجيدګۍ سره جاج اخستلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Ayubia chairlift closed down for the tourists
-
PML-N facing battle for power in party: SAPM
-
French media exposé leaves India red-faced, once again
-
French media exposé leaves India red-faced, once again
-
Targeting Pakistan over Afghan situation, unfair: PM
-
Pakistan, Korea to sign MoU on Buddhist heritage preservation
-
More Chinese youth interested in learning Urdu
-
More Chinese youth interested in learning Urdu
-
Economic empowerment key to women empowerment: YGLs
-
Govt aware of ‘good and bad Taliban’: Sh Rashid
-
LHC disposes of all petitions against fixing sugar prices
-
Govt aware of ‘good and bad Taliban’: Sh Rashid