اسلام آباد ۔ 6 ستمبر (اے پی پی) داخله وزير احسن اقبال وئيلي چې د يو قام په حېث د ستمبر 6مه نېټه د دښمن د بزدله بريد او ناپاك عزم د مينځھ وړولو ياد راكوي۔ د هېواد دښمنان دلته د ناامنۍ خپرولو هڅې كوي۔ راځۍ چې لوظ وكړو چې مونږ د دښمنانو منصوبې ناكامه كړو او يو موټې كېدو سره د پاكستان د نړۍ د معيشت په اولني صف كښې ودرولو له خپل كردار ترسره كړو۔ د دفاع ورځې په مهال خپل پېغام كښې داخله وزير ووئيل ننۍ ورځ خپلو داخلي او خارجي دښمنانو ته د ددې باور وركولو ورځ ده چې پاكستانې قام كوم هم دښمن ته سم ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان د پرمختګ په لاره روان شوے او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو څو كلونو كښې به د اقتصادي قوت په توګه نړۍ ته وځلېږي۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبو بشپړ كېدو سره به نه يواځې بېروزګاري او بې وسي ختمه شي بلكې د پاكستان شمېره به د نړۍ په مضبوطو اقتصادي قوتونو كښې وشي۔ ده ووئيل په نړيواله كچه مونږ يو شمېر چېلنجونو سره مخ يو مونږ له به د پاكستان د امن خوښي هېواد په حېث تصور رامخې ته كول وي۔ پاكستان د تېرې يوې لسيزې څخه د ترهګر او ددې محركاتو په جنګ كښې بوخت دے۔ ده ووئيل زمونږ پوځ او د امنيت ادارو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د ترهګرو نوغې ئې ويستلې دې او هېواد كښې ئې امن په ځائې كړې۔ ده ووئيل راځۍ چې نن مونږ په ګډه دې شهيدانو او غازيانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كړو چا چې د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره د پاكې خاورې دفاع وكړه۔ مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرو۔ ده ووئيل مونږ له به د پاكې خاورې د پولو ساتنې او ددې د خپلواكۍ په ځائې ساتلو عزم كول وي او ددې لوظ به پخلې كول وي چې د ګران هېواد ساتنې له به د كومې قربانۍ څخه سرغړونه نه كوؤ
متعلقہ مضامین
-
Karachi Police Conducts 3 Raids to Capture Rafiq Bhojani in Fraud Case
-
Covid-19 death toll crosses 19,000 mark
-
Eid-ul-Fitr likely on Friday: Met
-
‘I am Pakistan’s PM and #We stand with Palestine’
-
Imran says Tarin’s appointment aimed at boosting growth, containing inflation
-
Eid-ul-Fitr likely on Friday: Met
-
Experts call for VAT implementation to broaden tax net
-
KIIR seeks UNHCR intervention in release of Kashmiris detenues from Indian prisons
-
Tropical cyclone could develop over Arabian Sea by May 16: Met office
-
CM terms Israel’s attacks on Palestine state terrorism
-
Experts call for VAT implementation to broaden tax net
-
Last Eid-Ul-Fitr holidays showed 30% spike in COVID cases: CM Sindh