اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د نوموړي شاعر احمد فراز ارواښاد خدماتو ته پېروزئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ارواښاد د قدر جوګه ادبي ورثه پرېښې او د مقاٶمت او هڅو ئې پېغام وركړے دے۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د احمد فراز د نهمې كليزې پحقله ارواښاد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ھغه زوي سناتور شبلي فراز ووئيل زه وياړ لرم چې زه د احمد فراز زوې يم٬ د پلار لخوا ټولنې لپاره چې كومه ادبي ورثه پاتې ده ھغه زما لپاره د وياړ ده۔ سناتور کلثوم پروین هم احمد فراز ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ارواښاد ادبي اثاثې به نوې كل ته لارښونه كوي۔ سناتور تاج حېدر ووئيل هېواد د امريت اوږد دور څخه تېر شوې چې پكښې فېض ٬ جالب٬ جون اېليا او احمد فراز غونډې شاعرانو مقاٶمتي كردار لوبولې٬ د فراز په شاعرۍ كښې د هلو ځلو پېغام دے ٬ احمد فراز د هر ځائې شاعر دے ۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل زه امريكا كښې د احمد فراز د كوربتوب شرف لرم٬ لوې څښتن دې ھغه په جنتونو كړي۔ سید طاهر حسېن مشهدي ووئيل قامونه د ادب او قلم نه جوړېږي٬ په توره نه ٬ احمد فراز په نرمه لهجه د قام راويخولو حوصله وركړې٬ ارواښاد قامي اتل دے٬ د ارواښاد ادبي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ حافظ حمد اللہ ووئيل احمد فراز د غېر جمهوری قواو په ضد غږ پورته كړې ٶ۔ سناتور رحمن ملك تجويز وركړو چې جمهوريت لپاره كار كوٶنكو شاعرانو او اديبانو له د پارلمان په دستور ګلۍ كښې ځائې بېل كړې شي ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دستور ګلۍ كښې د شاعرانو كردار رامخې ته كړې شوې ۔ سناتور محسن عزیز ووئيل د احمد فراز غوندې خلق ژوندي وي٬ د ھغه بخښنې له لاس په دعا يو۔ سناتور شبلي فراز د غړو مننه وكړه چا چې احمد فراز ته پېزوئنې وړاندې كړې۔ شبلي فراز د ميا رضا رباني په وېنا د فراز نظم “قلم سرخرو هے” واورولو
متعلقہ مضامین
-
Lockdown imposed across country
-
Abbasi, Ahsan slam PTI’s witch hunt against Shehbaz, criticism of LHC decision
-
Lockdown imposed across country
-
Don’t let your guard down against COVID-19: President to countrymen
-
PM Imran, first lady perform Umrah, kiss Hajr-e-Aswad
-
Strengthening of E-Commerce and E-Business in Higher Education Institutes of Pakistan
-
TME signs MOU with NH&MP to promote academia linkages
-
TME signs MOU with NH&MP to promote academia linkages
-
Families of Doctors Honored by Ferozsons Laboratories in Lahore, Karachi & Islamabad
-
TME signs MOU with NH&MP to promote academia linkages
-
3 soldiers embrace martyrdom, 5 sustain injuries in separate terrorist attacks
-
Families of Doctors Honored by Ferozsons Laboratories in Lahore, Karachi & Islamabad