اسلام آباد 24 مئی (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د تجارت وزارت سره تړلو ادارو كښې سپيځلتيا لپاره د درېو كالو آډټ رپورټ غوښتے دے ۔د تجارت وزارت جاري اعلاميې له مخې د دې اقدام مقصد سپيځلتيا زياتول او محكمې ځواب وركونكې جوړول دي٬د دې محكمو يا كسانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي كوم چې اولسي فنډز كښې بې ضابطګيو يا غلط كارولو مرتب شوي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال ووئيل دا اقدام اولسي خذمت كښې مالي سالمتيا او ځواب وركولو لپاره د حكومت عزم ښكاره كوي۔د تجارت وفاقي وزير ووئيل دا ګام په مبينه توګه بېلو ادارو كښې د بې ضابطګيو په ګوته كولو په اړه د مختلف درخواستونو ترلاسه كېدو نه پس اخستلے شوے ٬ چې د كومو ادارو نه آډټ رپورټس غوښتلې شوي په هغې كښې ټریډ ډویلپمنټ اتھارټی آف پاکستان ټریډنګ کارپوریشن آف پاکستان، سټیټ لائف انشورنس کارپوریشن آف پاکستان،نیشنل انشورنس کمپنی لمیټډ پاکستان، ری انشورنس کمپنی لمیټډ، تجارتی تنازعات حل تنظیم ایکسپو سنټر لاهور،نیشنل ټیرف کمیشن،ډائريكټورېټ جنرل آف ټریډ آرګنائزیشنز، پاکستان انسټی ټیوټ آف ټرېډ اینډ ډویلپمنټ ،پاکستان ارټیکلچر ډویلپمنټ اینډ ایکسپورټ کمپنی، انټلیکچوئل پراپرټی آرګنائزیشن آف پاکستان ،ایکسپورټ ډویلپمنټ فنډ،ټیکسټائل کمشنر تنظیم ، پاکستان کاټن اسټینډرډز انسټی ټیوټ او نورې شاملې دي
متعلقہ مضامین
-
Monsoon rain expected in Lahore today
-
COVID-19: NIH reports 641 new cases, two deaths in last 24 hours
-
PML-N files appeal against orders on PA reserved seats
-
Govt to withdraw appeal against FSC Riba verdict
-
Lahore High Court directs re-counting of votes for Punjab CM election
-
First Solar Eclipse of 2022 will be visible on Saturday: PMD
-
Pakistan’s Covid-19 case count highest since March
-
Pakistan’s Covid-19 case count highest since March
-
Pakistan’s Covid-19 case count highest since March
-
Pakistan’s efforts for peace and stability in region hailed
-
PTI ‘snatched’ right of people of Punjab
-
Shell Pakistan appoints Burque Corporation as distributor in Quetta