پېنډۍ 09 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي دښمن قوتونو او د ھغوي سرپرست٬ د دروغو٬ جعلي خبرونو او پروپېګنډو د لارې ډيجيټل ترهګرۍ٬ د وسله والو ځواكونو او د پاكستاني اولس ترمېنځه تفريق پېدا كولو بشپړه هڅې كوي خو د قام په ملاتړ د دې قوتونو عزائم به ناكامه كولې شي، د 9 مئي د دې ناوړه منصوبې اصل مشر څوك چې ځان بې ګناه ګڼي له به اوس د خپل جرم حساب وركول وي په خاص توګه چې د دوي د ملوث كېدو واضح ثبوت موجود دي، د شهيدانو او ھغوي د كورنيو يا د ادارو د بې حرمتي به چا له اجازه ورنه كړو٬ د 9 مئي د منصوبه ساز، سهولت کار او تورن به د هېواد د قانون له مخې انصاف سره مخ كولې شي ۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د لاهور ګيريژن دورې په موقع د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپرولو سره خوږ هېواد لپاره ځانونه قربانوٶنكو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع سرلښكر ته د فارميشن په آپريشنل تيارو تفصيلي بريفنګ هم وركرې شو٬ په كور هېډكوارټرز كښې ګيريژن آفيسرز ته سرلښكر د وېنا د افسرانو او ځوانانو قام لپاره د خدماتو او وظيفائي پوهې ستائنه وكړه ۔ سرلښكر په دې خبره زور رواړو چې د پاك پوځ هر عسكر او افسر د هر ډول تړون يا ترجيحاتو نه قطع نظر خپلې ذمه وارۍ ته اوليت وركوي او هره ورځ قربانۍ وركوي ۔ ده ووئيل د شك نه غېر 9 مئي به د پاکستان د تاريخ توره ورځ وي چې قصداً شرخوښو د شهيدانو د يادګارونو بې حرمتي كولو سره په رياست او د قامي اتحاد په علامتونو بريد وكړو۔ ده ووئيل د دې ناوړه كاروائيو له امله د پاكستان دښمنانو ته په رياست او قام پسې د خندا كولو موقع وركړې شوه٬ خو اوس ھغه سازشي عناصر خپله بيانيه تاٶ رواتاٶ كوي او د رياست په دې ناوړه هڅه كښې د ملوث كولو هڅې كوي٬ ده ووېيل چا چې د تاريخ دا تور باب رقم كړې دغه منصوبه سازو او كردارونو سره نه كومه سمجهوته كېدې شي او نه ډيل۔ ده ووئيل د 9 مئي د دې ناوړه منصوبې اصل مشر څوك چې ځان بې ګناه ګڼي له به اوس د خپل جرم حساب وركول وي په خاص توګه چې د دوي د ملوث كېدو واضح ثبوت موجود دي۔ په دې موقع سرلښكر افسرانو او ځوانانو ته باور وركړو چې د شهيدانو او ھغوي د كورنيو يا د ادارو د بې حرمتي به چا له اجازه ورنه كړو٬ د 9 مئي د منصوبه ساز، سهولت کار او تورن به د هېواد د قانون له مخې انصاف سره مخ كولې شي ۔ د دې نه وړاندې سرلښكر د لاهور په ګيريژن كښې د جناح لائبريري پرانسته هم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
AMAN-21-The message resonates
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case