اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی) دوهم وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 4 او 5 مئي د ګېمبيا په بانجول ښار كښې د اسلامي هېوادونو تنظيم (او آئی سی ) په 15 مه سرمشريزه غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ د خارجه دفتر لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دوهم وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار به په 2 او 3 مئی د او آئي سي د كونسل آف فارن منسټرز په غونډه كښې ګډون كوي په كومه كښې به چې د غونډې ايجنډې ته حتمي شكل وركولے شي۔ د بيان له مخې دا غونډه اسلامي نړۍ لپاره په يو داسې سخت وخت كښې كولې شي چې كله د غزه اولس پرله پسې د جنګ په حالت كښې دے۔ دا د اسلامي هېوادونو مشرانو لپاره يوه مهمه موقعه ده چې هغه د غزه په صورتحال غور وكړي او يو مضبوط ٬ اجتماعي او متفقه دريځ خپل كړي۔ د سرمشريزې غوندې په موقعه به دوهم وزيراعظم اسحاق ډار په غزه كښې د نسل كشۍ او په مقبوضه كشمير كښې د كشميري اولس د خپلواكۍ بنيادي حق ٬ د اسلامي نړۍ د يو والي ٬ په اسلامو فوبيا كښې د زياتوالي ٬ ترهګرۍ او د نړيوالو چېلنجونو په اړه د پاكستان دريځ وړاندے كوي۔ د غونډې په موقعه به دوهم وزيراعظم او خارجه وزير په غونډه كښې ګډون كوؤنكو مشرانو او خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه هم كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
AMAN-21-The message resonates
-
Aman-21: the message resonates
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
Women Champions
-
A Woman of Great Substance
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
Is it over for Ghani?
-
Pakistan takes India to task at UN for human rights abuses
-
PM got vote of confidence in NA ‘through coercion’