اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) الیکشن كمېشن آف پاکستان په 28 اپرېل 2024 کيدونكې خېبرپښتونخوا ضمنی بلدیاتی ټاكنو/چیئرمېن تحصیل کونسل 2024 كښې د اولس آسانيو لپاره الیکشن مانیټرنګ اینډ کنټرول سنټر جوړ كړې دې۔د الیکشن كمېشن وياند له مخې په دې سنټر كښې به اولس ته د الیکشن په اړه رابطه کولو او ګيلو درج كولو آساني ترلاسه وي۔د ګيلو په وخت اَزاله کولو له به په سمدستي توګه کارروائی کولې شي او دې مقصد لپاره په سنټر كښې تربیت یافته عمله تعینات کړې شوي۔ الیکشن كمېشن د اولس ګيلو اندراج او د هغې سمدستي آزالې لپاره په 4 سطح ر کنټرول سنټر جوړ ګرې چې پكښې الیکشن كمېشن سیکرټریټ اسلام آباد نه علاوه صوبائی، ډویژنل او په ضلعی كچه کنټرول رومز جوړ شوې دي۔اولس د ضمنی ټاكنو په لړ كښې د ګيلو اندراج لپاره ای اېم سی سی (EMCC) سنټر عمله سره د ای میل [email protected] د لارې هم رابطه کولې شي۔كمېشن د اولس آسانيو لپاره (ای اېم سی سی) كښې د مخصوص هیلپ لائن سهولت هم وركړې دې د كوم لمبر چې 051111327000 دې ۔ په فیکس لمبر0519204404 د لارې هم ګيلې درج كيدې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PM commends Bilawal, COAS for fulfilling FATF conditions
-
Teachers demand higher time scale
-
Teachers demand higher time scale
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
IG Prisons visits Haripur Jail
-
Teachers demand higher time scale
-
IG Prisons visits Haripur Jail
-
Govt to install solar water plants in Cholistan: Hamza
-
Govt to install solar water plants in Cholistan: Hamza
-
Construction underway at 10 sites of Dasu dam
-
Grade-12th English paper leaked in Nawabshah
-
Woman, two daughters die in roof collapse incident in Karachi