اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) پاکستان په هند زور راوړے چې د اقلیتونو او په خاص توګه د مسلمانانو او د هغوې د عبادت د ځايونو حفاظت، سلامتیا او تحفظ باوري كړي۔ هندو انتها خوښو د لاسه د بابري مسجد د 31مي شهادت ورځ په موقع د خارجه دفتر وياندي ممتاز ظهرا د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل په نن ورځ راته په هند كښې د تاریخي ”بابري مسجد“ د شهيد كولو د افسوس وړ پېښه راياديږي ، په نننې ورځ 31 كاله وړاندې د هند د قانون نافذ کوونكو چارواكو په موجودګۍ كښې هندو جنونیانو په ایودھیا كښې د پيړيو پخوانے جومات شهيد كړے ؤ۔ بیان كښې وئيلي شوي افسوس په دې خبره دے چې د هند اعلیٰ عدلیې د دې كار ذمه وار نه يواځي خوشې كړي بلکه د شهيد شوي جومات په ځائې ئې د مندر جوړولو هم اجازه وركړې ده۔وياندي په خپل بيان كښې ووئيل هند كښې د راروانو ټاكنو څخه څو مياشتي وړاندې د دې مندر پرانسته په جنوری 2024 كښې متوقع ده۔ بیان كښې وئيلي شوي هند كښې حکمران طبقې سره تعلق لرونكې عناصر د مسلمانانو په ضد كركې له هوا وركوي،نن د هندو بالادستۍ لپاره فعاله ډله نور جوماتونه په مندرو د بدلولو غوښتنه كوي چې پكښې د وارانسی ګیانواپی جومات او متھرا شاهی عیدګاه جومات شامل دي۔ بیان له مخې ګڼ جوماتونه او مزارونه بيل انتظامی اقدامات یا عدالتی عمل له امله وړاندې څخه وېجاړ کړے شوي۔خارجه دفتر وئيلي دي بايد نړيواله ورورولي په هند كښې دزياتې شوې اسلامو فوبیا، كركې وړ ويناګانو او د كركې وړ جرمونو نوتس واخلي۔ بیان كښې پاکستان د هند په حكومت زور راوړے چې د اقلیتونو او په خاص توګه د مسلمانانو او د هغوې د عبادت د ځايونو حفاظت، سلامتیا او تحفظ باوري كړي۔
متعلقہ مضامین
-
ECP official sent on forced retirement over violation of rules
-
New bill suggests Rs 0.5m fine for ‘private moon sighters’
-
President for coordinated efforts to address issues faced by Persons with Disabilities
-
LHC issues notice to NAB on Hamza’s bail plea
-
PHC hears pre-arrest bail plea of PML-N’s Ameer Muqam
-
Confessions of Skardu youth: dark web of EU Disinfo Lab continues to unravel
-
India offers to vaccinate Pakistani diplomats
-
Ministry of Human Rights & UNDP launch report on Covid-19 and Disaster Vulnerability in Pakistan
-
Confessions of Skardu youth: dark web of EU Disinfo Lab continues to unravel
-
Security forces shut down MQM-London’s office in Karachi
-
PIA crew member goes missing in Toronto
-
Sindh govt backing influentia electricity thieves: Omar Ayub