اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي راتلونكې ټول ټاكنې بايد آزادې، منصفانه، سپېځلې او ټول شموله وي، په هېواد كښې د جمهوريت مضبوطولو لپاره بايد ټولو سياسي ګوندونو او د هغوي مشرتابه ته د ټاكنو په عمل كښې د ګډون كولو مساوې موقعې وركړې شي ٬ که خلق د خپلې خوښې مشران ونه ټاکي نو د جمهوريت به هېڅ معنی پاتې نه شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه پخواني وفاقي وزير او سېنېټر محمد علي دراني سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ په ایوان صدر كښې ملاقات كولو۔ صدر مملكت ووئيل خپل مينځ كښې لرې والې بايد ختم كړے شي او د مرستې او د يو بل معاف كولو لاره بايد خپله كړې شي۔ ده ووئيل سختو پرېكړو لپاره د اولس ملاتړ او د هغوي همكاري ضروري وي۔ ده زياته كړه چې راتلونکې ټول ټاكنې د هېواد د بيا رغونې لپاره د ضروري حرکت رامينځته کولو ښه موقع ده۔ صدر مملكت د ټولو سیاسي مشرانو د بيانونو قدرداني وکړه۔ ده ووئيل باید په دې برخه کښې ټولو لپاره يو مېدان برابر كړے شي ولې چې د شموليت دا مهم او يوازينۍ معامله د جمهوريت د روح حېثيت لري۔
متعلقہ مضامین
-
World Health Day to be marked on April 7
-
SC not empowered to give judgment on speaker’s ruling: Fawad
-
Imran Khan to remain in power for next 15 days
-
PM, president’s actions are subject to court order: SC
-
Imran trying to become ‘carbon copy’ of Bhutto
-
Khan’s gambit
-
Pakistan has huge potential in hospitality sector
-
Imran Khan discloses US official Donald Lu who sent ‘threat letter’
-
Shahbaz Sharif lashes out at PM Imran Khan for imposing ‘civilian martial law’
-
Imran Khan discloses US official Donald Lu who sent ‘threat letter’
-
ICT admin imposes fine on profiteers
-
Brazilian coach train Pakistan players in Islamabad