كوئټه 12 اګست (اے پي پي) نامزد نګران وزیراعظم سینیټرانوارالحق كاكړ تعلق د بلوچستان ضلع قلعه سیف الله كان مهترزئی سيمي او د پښتنو نوموړي قبیلے كاكړ څخه دې،هغه د كوهاټ كیډټ كالج څخه انټرمیډیټ او بلوچستان یونیورسټی كوئټه څخه ګریجویشن او سوشیالوجی او پولیټیكل سائنس كښې ماسټر ډګری ترلاسه كولو نه پس بهر هېواد ته تللې ؤ۔سینیټر انوار الحق كاكړ 2008 كښې په وړومبي ځل پاكستان مسلم لیګ ق په ټكټ كوئټه سټی څخه د قامی اسمبلۍ ټاكنو كښې برخه اخستي خو كامياب نه شو۔دې نه پس هغه په ن لیګ كښې شامل شوي او په كال 2017 كښې د نواب ثنا الله زهری په دور كښې د بلوچستان حكومت ترجمان مقرر شوې۔انوار الحق كاكړ مارچ 2018 كښې د مسلم لیګ ن په حمایت سره په آزاد حیثیت سره د 6 كلونو لپاره سینیټر منتخب شوې دغسې په هغه مياشت كښې د مسلم لیګ ن څخه منحرف شوي هغه ډلي برخه وګرځيده كومي چې د بلوچستان عوامی ګوند بنیاد اېښودلې۔انوار الحق كاكړ د بی اے پی مركزی ترجمان مقرر شوې۔سینیټر انوار الحق كاكړ افغانستان او سيمي په حالاتو ژور نظر ساتلو هغه د سینیټر په حيث امریكا، برتانیه، روس، آسړیلیا پشمول د اروپا د بيلو هېوادونو دوره كړي۔ انوارالحق كاكړ د سېنېټ د دفاع،خارجه،پارلیمانی چارو لپاره د قائمه كمېټۍ فعاله غړي سره سره د سېنېټ د اوورسیز پاكستانیز او هیومن ریسورس قائمه كمېټۍ چیئرمېن پاتې شوي۔انوار الحق كاكړ مورنۍ ژبي پښتو نه علاوه انګلش، فارسی، بلوچی،اردو او براهوی ژوبو عبور ترلاسه دې۔انوار الحق كاكړ بلوچستان ته په پېښو مسئلو ژور بصیرت لري،د هغه دانشورانه سوچ او بصیرت له امله د هېواد اعلٰی یونیورسټیز او غیر ملكی یونیورسټیز چې پكښې هارورډ او برسلز په شان تعلیمی اداري شامل دي،كښې د خپلو خيالاتو څرګندوني او تجزیے او تجاویز لپاره بيا بيا بللې شوي۔نامزد نګران وزیراعظم سینیټر انوار الحق كاكړ سفارتی هڅو له امله نړيوال میدان كښې د ریاست مثبت او معاون نقطه نظر وړاندې كولو لپاره قوي تحریك پیدا كولو كښې مرسته ترلاسه شوي سینیټر انوار الحق كاكړ قوي بلوچستان لپاره په يو مثبت وژن باور لري، سنیټر انوار الحق كاكړ نېشنل ډیفنس یونیورسټی، اسلام آباد څخه نیشنل سكیورټی وركشاپ پخوانې طالب علم هم پاتې شوي۔
متعلقہ مضامین
-
Fazl asks workers to be on standby
-
Assemblies will complete their term
-
PM decides to hold historic gathering on March 27: Asad Umar
-
PM decides to hold historic gathering on March 27: Asad Umar
-
India’s ‘accidental’ missile fire into Pakistan raises questions, concerns: Global Times
-
Three Women Crisis Centers, Shelters houses working in Balochistan
-
PNCA pays tribute to Faiz Ahmed Faiz
-
BRI cooperation with China transformational for Pakistan: Ambassador Haque
-
BRI cooperation with China transformational for Pakistan: Ambassador Haque
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
FPSC calls CSS aspirants to register online till 18th March