اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاكستان اسرائيل سره هېڅ ډول اړيكې نه لري٬د فلسطين مسئله دا مهال د ټولې نړۍ مسئله ده٬فلسطين به يواځې نه پرېږدو او نه يې پرېښودلے شو٬ د پاكستان دښمن قوتونه غواړي چې په څه ډول په هېواد كښې عدم استحكام راپېدا شي٬ د تېرو څو ورځو راهسې د هند په ورځپاڼو او په سوشل مېډيا يو بې بنياده راپارونكے كمپائن چلېږي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي ووئېل د اكتوبر په 7مه نېټه د غزه پیښه شوې٬خارجه وزارت هم په دې ورځ د فلسطين سر د يووالي د عزم پخلے كړے۔خارجه وزير پرېس كنفرنس وكړو او د فلسطين ملاتړ له د خپل عزم څرګندونه وكړه او په حكومتي كچه د پاكستان لخوا د فلسطين لپاره مرسته روانه كړې شوه ۔ده د پاك پوځ سرلښكر سره د علماﺀ او مسائخو اوسني ملاقات په اړه ووئېل دا ملاقات ډېر ګټور او كامياب ؤ ٬ټولو علماﺀ او مشائخو د پاك پوځ سرلښكر ته د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو۔دغسې علماﺀ په ملاقات كښې د غېر قانوني او غېر ملكيانو د بېرته تللو په معامله اتفاق كړے خو دا امر افسوسناك دے چې ځينې مفاد پرستو عناصرو د دې ملاقات نه پس يو بې بنياده كمپائن پیل كړو چې پكښې وئېلي شوي چې د پاك پوځ سرلښكر او د علماﺀ ترمينځه يو بلټ پروف شيشه لګولې شوې وه۔ده ووئيل كور كمانډر كنفرنس اعلاميه كښې هم د فلسطين مسئله رامخې ته شوې او آئي سي غونډه كښې هم د پاكستان ښكاره دريځ رامخې ته شوے ۔ ده ووئېل د پاكستان وزيراعظم نيغ په نيغه د فلسطين صدر سره رابطه كړې۔هلته ه د پاكستان وزيراعظم د فلسطين صدر سره ملاقات كړے۔ده ووئيل د فلسطين مسئله او د كشمير مسئله زمونږ اساس دے د دې څخه سړغړونه ممكن نه ده۔ده ووئيل د پاكستان لخوا د فلسطين او كشمير په مسئله دريځ ښكاره دے۔په چين كښې د خارجه وزيرانو غونډه كېږي٬چين زمونږ ورور هېواد دے۔د پاكستان سعوديه٬قطر٬ايران٬مصر پشمول ټولو اسلامي هېوادونو سره په دې معامله رابطه لرو ۔ده ووئيل افغانستان زمونږ ګاونډي هېواد دے٬ تر 42 كالو د هغوي لپاره مونږ قرباني وركړې۔مونږ دا وائيو چې زمونږ د پاكستانيانو وينه توهېدل نه دي پكار٬مونږ ته خپل خلق ګران دي٬غېر قانوني كسان د دلته نه په لېږلو بايد هېڅ ډول عذر ونه لري٬ ده ووئېل مونږ د اسلام آباد غوندې په كابل كښې هم امن غواړو٬ولې زمونږ حق نه دے چې كوم په غېر قانوني توګه دلته اوسېږي هغوي بېرته ولېږو۔مونږ ګڼو چې د ګاونډي فرض دے چې هغوي د ګاونډي هم خيال اوساتي۔ده ووئيل كوم غېر قانوني زده كونكے د وفاق څخه په متصل مدرسو كښې موجود نه دے٬وفاق المدارس په دې وړاندې څخه خپل كار بشپړ كړے او كوم غېر قانوني زده كوونكي كښې په مدرسو كښې نشته
متعلقہ مضامین
-
Education imperative for society to excel in all sectors: Samina Alvi
-
Balochistan’s peace, prosperity top priority: COAS
-
Govt to give Rs 56bln subsidy on interest-free loans of Rs 407bln: Farrukh
-
DSP among three killed in Quetta blast
-
Imran Khan’s Russia visit to yield promising results: Niazi
-
NIMA, KU ink MoU for research, academic collaboration
-
Ravi Urban, Central Business District projects to save Lahore’s environment, ecology: PM
-
CM condemns blast at mosque
-
Church leaders slam Peshawar attack, urge nation to unite against terrorism
-
Carnage in Peshawar
-
Jinnah’s portrait installed at National Liberal Club London by Bilal Sheikh
-
PTI govt to complete tenure; come again into power: Farrukh