اسلام آباد۔6ستمبر (اے پی پی) د کورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئيلي دي چې د دفاع ورځ مونږ ته دخپلو وسله والو ځواکونو بې مثاله زړورتيا يادوي ٬ د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته سلام كوؤ۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان لمخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د دفاع ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د دفاع ورځ مونږ ته د وسله والوځوانو ځانګړې مړانه يادوي۔ ده ووئيل د هېواد زړورو ځامنو د دښمن په ضد په مړانه مبارزه وکړه او په تاریخ کې یې یو ځلنده باب جوړ کړو۔ ده ووئيل د هیواد د دفاع په خاطر د خپل ژوند قرباني وركوؤنكو شهیدانو ته سلام کوم۔ ده ووئيل هیواد نن د افراطیت او ترهګرۍ په څیر ننګونو سره مخ دے۔ د پاکستان وسله وال ځواکونه د هر ډول داخلي او خارجي خطرو په ضد د هېواد دفاع عزم لري۔ ده ووئيل د هېواد د سالميت او پرمختګ په ضد ناپاكه ارادې ناكامه كولو له قوم خپلو مېړنو ځواكونو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل پاكستان ته په سپك نظر كتونكي به كه پاك پروردګار ته منظور وي په خپلو ارادو كښې ناكامه كړؤ
متعلقہ مضامین
-
Daesh Karachi chief killed by security forces in Bajaur
-
Pakistan reiterates support to regional connectivity for a stable Afghanistan
-
Shelter homes- a leap forward towards a welfare state
-
CTD officials foil suicide attack on Lahore police station
-
CTD officials foil suicide attack on Lahore police station
-
Mahira Khan and Dr Sania Nishtar make it to BBC’s list of 100 influential women of 2020
-
Fighter pilot Marium Mukhtar being remembered on 5th death anniversary
-
Transfer of NAB cases to Karachi: SC admits Zardari’s plea for hearing
-
India must not take Pakistan’s desire for peace as weakness, says official
-
India must not take Pakistan’s desire for peace as weakness, says official
-
RAW-sponsored terror network busted; two terrorists killed
-
‘We’re drowning’: COVID cases flood hospitals in America’s heartland