باكو 15جون(اے پی پی)پاكستان او آذربائيجان شريك تجارت او بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق كولو سره وئېلي دي چې د موجوده چېلنجونو مخ نوي لپاره به په ګډه كار كول وي۔د زيارت په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان دوه ورځنۍ سركاري دورې په مهال د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات كړی د دې نه پس دواړو لارښودو شريك پرېس كنفرنس ته وينا هم كړې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې د ګوادر د لارې نزدې هېوادونو سره د تجارت پراخا موقعې موجود دي٬په پاكستان كښې شمسي توان ته وده وركولو او دوه اړخيزه تجارت حجم كښې د اضافې خوښي لرو٬مونږ آذربائيجان ته په پاكستاني وريژو برآمد كښې اضافه غواړو۔ده ووئيل چې آذربائيجان د قامي ايئر لائن اسلام آباد لپاره پروازونه پیل كوي۔ده ووئيل چې آذربائيجان د قدرتي وسائلو څخه ډك هېواد دې٬روس د يوكرين شخړې له امله په نړيواله كچه د څيزونو په بيعو كښې اضافه شوې٬د موجوده دور چېلنجونو مخ نيوي لپاره به په ګډه كار كول وي۔وزيراعظم ووئيل چې د آذربائيجان دوره كولو سره ډېره خوشحالي محسوسوم۔ده ووئيل چې د آذربائيجان صدر د وژن نه ډېر متاثر يم٬د آذربائيجان سره اړيكو وده مهمه ګڼم٬د آذربائيجان او پاكستان ترمينځه د پخوانۍ ورورولۍ اړيكې دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د هند غېر قانوني تسلط جمو كشمير صورتحال رامخې ته كولو سره ووئلي چې د هند غېر قانوني زير تسلط جمو كشمير اولس د 7 لسيزو څخه د هند د ظلم ښكار دي۔ده د هند غېر قانوني زير تسلط جمو كشمير په شخړه د آذربائيجان لخوا تل د پاكستان د دريځ تائيد ستائېلې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان صدر ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔د آذربائيجان صدر الهام عليوف وئېلي دي چې په ملاقات كښې په شريك تجارت كښې اضافې ته اتفاق وكړو۔ده ووئيل چې په دواړو هېوادونو كښې په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو موقعې موجود دي۔ده ووئيل چې په ملاقات كښې د تعليم٬دفاع او توان په څانګه كښې شريكې مرستې پهوده هم خبرې اترې وشوې۔ده د دواړو هېوادونو اولس ښه والي لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګندونه وكړه۔د آذربائيجان صدر د وزيراعظم محمد شهباز شريف د دورې هركلے كولو سره ووئيل چې دفاعي صلاحيتونو ښه والي لپاره به شريكو پوځي مشقونو كښې اضافه كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
ECP report: Shehbaz seeks legal action against Imran
-
Punjab govt imposes emergency in Murree
-
Naveed Iqbal – a dutiful, courteous cop is no more
-
Keyal Khwar Hydropower project to generate 72 MW Electricity
-
Major roads of Murree cleared for all types of traffic: ISPR
-
PM directs to further strengthen PTI’s organizational structure
-
Sargodha Police retrieve abductee, arrest kidnapper
-
Current Covid-19 vaccines may need to be updated, experts warn
-
Students raise awareness on psychology
-
PM lauds ISI’s efforts for national security, stability
-
Naval chief for inter-agency cooperation to counter threats in maritime
-
PM given detailed briefing on Afghan situation during ISI headquarters visit: Fawad