اسلام آباد۔9 جنوری (اے پی پی) د ميرپور په شمول د آزاد كشمير په بېلو ښارونو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ د موسمياتو څانګې په رپورټس كښې وئيلې شوي دي چې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 3.3 ريكارډ كړے شوے دے۔ د دې ژوروالې په زمكه كښی 7 سوه كلوميټره ژور وو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د موسمياتو څانګې وئيلي چې د زلزلې مركز ميرپور آزاد كشمير ته نزدې وو۔ په بھمبر ٬ كوټلي ٬ ډډيال او نورو ښارونو كښې هم د زلزلې جړقونه محسوس شول۔ تر دې دمه د زلزلې د لاسه د كوم زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ بياهم د زلزلې د لاسه خلق يرې واخستل او ذكر په خله له كورونو څخه لارو ته راووتل۔ زلزلې د آزاد كشمير خلقو په ذهن كښې د كال 2005 اكتوبر مياشتې په 8 مه نېټه د راغلې سختې زلزلې دړدېدلې يادونه تازه كوي د كومې په نتيجه كښې چې 75 زره نه زيات كسان مړه شوي وو او د زرګونو په شمېر ودانۍ نسكورې شوې وې۔
متعلقہ مضامین
-
IG Punjab orders operation against criminals
-
Osama Mahmood becomes DPR Punjab Police
-
Ambassador of EU meets with Gen Bajwa
-
SC calls on PM Imran Khan in APS massacre case
-
President Alvi calls joint session of Parliament on Nov 11
-
President Alvi calls joint session of Parliament on Nov 11
-
Islamabad High Court slams PTA over ban on public’s entertainment platform TikTok
-
SC questions PM over peace talks with TTP
-
COVID-19 claims 9 more lives in last 24 hours
-
SC questions PM over peace talks with TTP
-
Health infrastructure improvement in Punjab
-
Islamabad reports surge in dengue virus cases