پينډۍ 23 نومبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه وئيلي دي د پوځ په سياست كښې مداخلت غير آئيني دے ، پريكړه شوې چې پوځ به سباؤن كښې په كومه سياسي چاره كښې مداخلت نه كوي، سليكټډ او امپورټډ غوندې القابات مسترد كولو سره به د ګټې او ماتي قبلولو حوصله راپيدا كول وي، دا څنګه كيدې شي چې په هېواد كښې بهرنې سازش وشي او پوځ په آرام كېښني، د مشرقي پاكستان ماتې پوځي نه بلكه سياسي ناكامي وه،مونږ له به د جمهوريت روح پيژندل او د عدم برداشت فضا ختمولو سره پاكستان كښې يو رښتونے جمهوري كلتور خپلول وي۔ده د شورو په ورځ پينډۍ جي ايچ كيو كښې د شهيدانو او دفاع ورځې دستورې ته وينا كوله۔سرلښكر ووئيل نندا زما د پاكستان شهيدانو ورځې په موقع د سرلښكر په خيث آخري خطاب دے، د سېلاب په وجه د شهيدانو ورځ په وخت ونه لمانځلې شوه ، د شهيدانو كورنۍ مونږ لپاره وياړ دے، دوي به چرې هم يواځي پرې نه ښودلې شي ، د شهيدانو د قربانيو صله نه شو وركولې خو د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔سرلښكر ووئيل په دې وياړ لرم چې 6 كاله سرلښكر پاې شوم۔د پوځ بنيادي كار د هېواد جغرافيائي پولو حفاظت كول دي خو پاك پوځ عمر له د خپل استطاعت څخه زيات د خپل قام خذمت كښې په زړه پوري برخه اخستي، هغه كه د ريكوډك معامله وي يا د كاركے جرمانه، د فيټف زيان وي يا د هېواد وائټ لسټ سره تړيون يا د فاټا انضمام ، په پوله د ازغن تار لګولو كار وي يا قطر څخه په آرزانه بيعه ګاز اخستل يا د ملګرو هېوادونو څخه د قرض جاري تر سره كول ، د كووډ مقابله وي يا د قحطې ملخانو خاتمه كه د سېلاب په مهال امدادي كارروائي وي خو پوځ عمر له د خپل مينډيټ څخه زيات د قام خذمت كړے او ان شاالله دا به روان ساتي۔ده ووئيل زه تاسو له باور دركوم چې سره د دې ټولو كارونو به پوځ د خپل بنيادي كار او ترهه ګرۍ مقابلې څخه چري هم غافله نه وي،تاسو ته معلومه ده چې نن زمونږ په ښارونو كښې او كليو كښې كښې كوم امن دے ، د هغې په شا زمونږ د ځوانانو قربانۍ دي كومي چې مونږ نه شو هيرولې۔سرلښكر ووئيل زه نن په يو داسې سرخط خبره كول غواړم په كوم چې عموماً وګړي د خبري كولو څخه ډډه كوي او دغه خبره په 1971 كښې زمونږ د پوځ مشرقي پاكستان كښې د كاركردګۍ په اړھ ده۔ده ووئيل زه ځيني حقائق سمول غواړم ۔ د پخواني ختيز پاكستان پېښه پوځي نه بلكه يوه سياسي ناكامي وه۔ د جنګ كوونكو پوځيانو شميره 92 زره نه يواځي 34 زره وه ، پاتي وګړي د مختلف ګورنمنټ ډيپارټمنټس وؤ او د هغه 34 زره پوځيانو مقابله د دوه نيم لكهه هندي عسكرو سره وه، د دې باوجود زمونږ پوځ د هند سره جنګ كړے او ځانګړي قربانۍ ئې وركړي د كومي اعتراف چې پخواني هندي آرمي چيف فيلډ مارشل مانيكشا هم كړے ۔د هغه مېړنو غازيانو او شهيدانو د قربانيو نن هم قام اعتراف نه دے كړے كوم چې يو لوي زياتې دے۔ده ووئيل ځيني خبري د سياسي صورتحال په اړه كول غواړم، زه د ډيرو كلونو راهسې په دې خبره غور كوم چې نړۍ كښې تر ټولو زيات د انساني حقونو خلاف ورزي د هند پوځ كوي خو د هغوي اولس په هغوي تنقيد نه كوي، د دې برعكس زمونږ پوځ شپه ورځ د قام خذمت كوي او بيا هم تنقيد كېږي۔ زما په خيال د دې لويه وجه 70 كلونو راهسې د پوځ په بيلو صورتونو كښې په سياست كښې مداخلت دے كوم چې غير آئيني دے،دې لپاره تير كال فروري كښې پوځ پريكړه كړي چې سباؤن كښې به كوم هم سياسي چاره كښې مداخلت نه كوو۔ده ووئيل زه باور دركوم چې په دې به په سختۍ سره عمل كولې شي دغسې بايد د دې آئيني عمل هركلے وكړے شي خو په ځيني حلقو كښې په دې هم په پوځ ټكونه كېږي كومه چې غير مناسب او غير شائسته خبره ده، په پوځ تنقيد د اولس او سياسي ګوندونو حق دے خو د الفاظ استعمال كښې بايد احتياط وكړے شي۔ده ووئېل په يوه جعلي او بې بنسټه بيانيه جوړولو هېواد كښې د هيجان كيفيت راپيدا كړے شوے او اوس د هغه دروغو بيانيې څخه په شا شوے، سول ملټري ليډرشپ غير مناسب القابات سره يادول ښه خبره نه ده ،زه دلته دا واضحه كول غواړم چې د پوځ قيادت څه هم كولې شي خو چري هم د هېواد د ګټې په ضد نه شي تللے ۔ده ووئېل زه اميد لرم چې سياسي ګوندونه به هم په خپله رويه نظرثاني وكړي، بايد مونږ د خپلو غلطو څخه زدكړه وكړو، ده ووئېل نن هېواد د سخت معاشي بحران ښكار دے كوم هم يو ګوند هېواد د دې مسئلو څخه نه شي وېستلے، وخت راغلے چې سټيك هولډرز د تيرو غلطو څخه زدكړه وكړي ، ده ووئېل پاكستان كښې به يو جمهوري كلتور جوړول وي۔ ماتي او بريا د سياست برخه ده ، هر يو ګوند له به خپله ماتې او بريا قبلول وي، ده ووئېل مونږ لپاره پاكستان د لوي څښتن نعمت دے،د شهيدانو د كورنيو دستورې ته په راتګ مننه كوم ، نن د عهد د تجديد ورځ ده،مونږ ټول به په ګډه د پاكستان ښه والي له كار كوو،هېواد لپاره به د كومي هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔سرلښكر ووئيل تاسو ته معلومه ده چې هېواد كښې كوم يو بهرني سازش وي او آرمډ فورسز په آرام سره ناست وي ؟ دا ناممكن ده بلكه دا لويه ګناه ده او څوك چې دا ګڼي چې د پوځ او اولس ترمينځه به خليج پيدا كړې شي نو هغوي به په دې كښې عمر له ناكامه وي۔ ده ووئېل د پوځ قيادت سره د دې نامناسب يلغار ځواب لپاره ډيري موقعې او وسائل وؤ خو پوځ د هېواد په ګټه د حوصلې مظاهره كړې او كوم هم منفي بيان وركولو څخه ئې ډډه كړې ۔ده ووئيل دې سره سره مونږ له به د جمهوريت روح پيژندل او د عدم برداشت فضا ختمول وي او پاكستان كښې به يو رښتنونے جمهوري كلچر خپلول وي۔2018 ټولټاكنو په اړه سرلښكر ووئيل د 2018 ټولټاكنو كښې ځيني ګوندونو د آر ټي ايس خرابيدو په بهانه خپلې ګټي له يو ګوند له د سليكټډ لقب وركړو او په 2022 كښې د اعتماد ووټ كښې د ناكامۍ نه پس يو بل ګوند ته د امپورټډ لقب وركړے شو،مونږ له به دا رويه مسترد كول وي ، ګټه بريا د سياست برخه ده، هر يو ګوند له به د خپلي ګټي ناكامۍ قبلولو حوصله راپيدا كول وي
متعلقہ مضامین
-
Three people of a family murdered in DIK over personal animosity
-
President urges NAB to prosecute delinquent officer for stealing documents in Sharjeel Inam Memon reference
-
Crackdown against criminals continues as per directions of IG Punjab
-
Three people of a family murdered in DIK over personal animosity
-
President urges NAB to prosecute delinquent officer for stealing documents in Sharjeel Inam Memon reference
-
CAEXPO to keep playing role for penetration of Pakistani products in China, ASEAN nations
-
Pakistan to continue efforts for stability in Afghanistan: FM
-
No upset in Kashmir by-elections as PPP, PTI retain seats
-
Deputy director SBCA granted interim bail in Korangi factory fire case
-
Dr Yasmin inaugurates dengue field hospital at Expo Center
-
Pakistan again records more than 1000 COVID-19 cases, 28 deaths in the last 24 hours
-
CoP looks to promote interfaith harmony through Christian-Muslim dialogue