اسلام آباد۔20ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د هېواد د معدنيات پانګو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره جامع لائحه جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د معدني پرمختيائي پروګرام پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو حماد اظهر، اسد عمر او د اړوندو څانګو وفاقي او صوبائي لوړ پورو ګډون كولو۔ غونډه د معدني پرمختيائي پروګرام نكات او مجوزه اقداماتو په اړه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول څانګې ته د رامخې ته مسئلو په ګوته كولو سره قانوني او انتظامي اسټركچر او د سرمايه كارۍ موقع وده زياتېږي او د ماحولياتي تحفظ تر مخه پروګرام مرتب كېږي۔ په غونډه كښې د هېواد د معدنيات پانګو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د غره مالګه٬ د چونې كاڼې٬ جپسم٬ د چينو خاوره، سلېک شګه او نور يو شمېر صنعتي معدنيات موجود دي، پاکستان كښې د کرومائټ، پيتلو، سرو زور ، سپينو ، اوسپنې، لېډ او د زنك دھاتي پانګې هم موجود دي او دغسې د سنګِ مرمر، ګرېنائټ او د شګې د كاڼو هم پراخه پانګې شته ۔ غونډې ته ووئيل شول پکھراج، زمرد، روبي، ټورمالين (ترمري) او اېکواميرائن (نيلګوں بلور) غوندې قېمتي كاني او د سكرو ذخيرې هم په زياته كچه دلته موجود دي۔ غونډه خبر كړې شوه چې په چنيوټ او کالا باغ كښې د اوسپنې په ذخيرو كښې سرمايه كارۍ لپاره لائحه په حتمي پړاٶ كښې ده۔ غونډه د څلورو واړو صوبو نه علاوه په ګلګت بلتسان كښې د موجوده ممكنه ذخيرو نه هم خبر كړې شوه او د څانګې پرمختګ لپاره د تحقيق د ودې اقدامات به هم په پروګرام كښې شامل وي۔ وزيراعظم پروګرام ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو امر كولو سره ووئيل د معدنيات په څانګه كښې د سرمايه كارۍ بشپړ صلاحيت شته، پاکستان د قدرتي وسائلو نه ډك دے او دې څخه ګټه پورته كولو ته حكومت پام لرنه كوي
متعلقہ مضامین
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
Pakistan, Sri Lanka agree to cement defence cooperation
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
AMAN-21-The message resonates
-
AMAN-21-The message resonates
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
Aman-21: the message resonates