پېنډي 31 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان بھ په سباؤن كښې په كراچۍ كښې هم حكومت جوړوي٬د پېنډۍ څخه به د پوهنتونونو ښار جوړ كړو٬تحريك انصاف په ګلګت بلتستان كښې٬پنجاب٬خېبرپښتونخوا او كشمير كښې حكومت لري٬په سندھ كښې به د لاك ډاؤن په نتيجه كښې د سندھ حكومت ته په خپله زيان ورسي٬د نور مقدم د قتل د كيس مجرمان به انجام ته رسولې شي٬مسيحي سينيټري وركرز د كووېډ 19 په مهال د قدر وړ خذمات ترسره كړي دي٬د ناله لئي ايكسپرېس وے ترسره كېدو سره به د دې ځاې د خلكو ژوند بدل شي۔د آزاد كشمير د وزيراعظم پريكړه به وزيراعظم عمران خان كوي۔ده دا خبرې د خالي په ورځ په پېنډۍ كښې يوې دستورې ته په خپله وېنا او خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔مېډيا سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې ډېر وړاندې مې وئېلي وو چې ن نه به شين راوځي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په لال حوېلي سره د ډزو مونږ يرېدلې نه يو٬د كورنيو چارو وزير ته تهريټس دي خو يرېدو والا نه يم۔پېنډۍ او اسلام آباد حساس ښارونه دي٬د افغان سفير د لور په كيس كښې نيولې شوي څلور واړه ډرائيوران خوشې كړې شوي دي۔دا ټول بې ګناه دي۔د نور مقدم د كيس تورن به نه پرېږدو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې په پېنډۍ او اسلام آباد كښې به نورې 190 كيمرې لګولې شي٬ چې لئي ايكسپرېس وے جوړه شي نو د سياست نه به رېټائر شم۔ټاكنې به په خپل وخت كال 2023م كښې كېږي۔د پاكستان او چين د اړيكو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د نړۍ يو طاقت هم د پاكستان او چين اړيكې نه شي خرابولې
متعلقہ مضامین
-
43,000 complaints received on citizen portal settled
-
Two arrested at Islamabad airport for carrying guns, bullets
-
Enhancing efficiency of junior police personnel a priority: IG
-
IAEA all praise for PAEC’s use of nuclear technology to revive cotton, textile industry
-
Ex-ISI chief Asad Durrani in touch with RAW since 2008, IHC told
-
NAB court orders health secretary to provide medical reports to Shehbaz
-
SC issues notice to NAB chief over Zardari’s graft cases transfer plea
-
Lahore High Court stops district administration from demolishing Khokhar Palace
-
Lahore High Court stops district administration from demolishing Khokhar Palace
-
President confers Hilal-e-Imtiaz (M) on Jordan’s military chief
-
PTI to table bill against secret balloting in Senate elections: Faisal Javed
-
House robbed in Naval Anchorage