اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي مونږ وړندې هم اپوزېشن ته وئېلي وو چې د سنېېټ ټاكنې په سپيځلې ډول وكړې٬دوي زمونږ مخالفت كړے٬د مسلم ليګ(ن)مشرانو خبري كنفرنس كښې د سبا ورځې ماتې تسليم كړی۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې زمونږ 25 ووټونه زيات وو خو دوي وګټله٬هغه وخت دوي ته د اصولو سياست ياد نه ؤ ٬ كومې ټاكنې چې د دوي د خوښې وي دوي وائي چې سمې دي او چې چرته دوي د ماتې يره لري نو ورته اصولي سياست راياد شي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د يوسف رضا ګېلاني د زوي په وېډيو كښې ليدے شي چې هغه د ووټ ضائع كولو طريقې ښائي او د دې ضائع شوو ووټونو په وجه زمونږ كانديد بائېللې ده ۔ ده ووئېل هغوي د چانګا مانګا نه دا كار شروع كړے ؤ او تر نن ورځې روان دے٬اوس هم دا خلق د ضميرونو په اخستلو كښې بوښت دي٬زمونږ د خلقو سره هم ووټ خرڅولو لپاره رابطې كوي٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ ووټ لپاره هر ځاے ته ځو٬مونږ د يوسف رضا ګېلاني نه هم ووټ غوښتے ٬آزادو كسانو ته به هم وائيو چې ووټ مونږ له راكړي
متعلقہ مضامین
-
CM Punjab meets Speaker of Punjab Assembly and acting governor
-
Altaf Hussain’s bail extended again in hate speech inquiry
-
Consult IAF before ‘invading’ AJK, ISPR responds to Indian minister
-
Altaf Hussain’s bail extended again in hate speech inquiry
-
By-election for PS-11 to be held on Oct 17
-
Altaf Hussain’s bail extended again in hate speech inquiry
-
Altaf Hussain’s bail extended again in hate speech inquiry
-
PM hails support of 58 countries on Kashmir crisis
-
Consult IAF before ‘invading’ AJK, ISPR responds to Indian minister
-
Italian envoy hails PRCS humanitarian services
-
Jail superintendent told to decide on Sanaullah’s plea for homemade food
-
PPP MPA Syed Ghulam Shah Jilani passes away