اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د مذاكراتو بېرته پېل كولو پرېكړه يو مثبت پرمختګ ګڼي، دې سره به په افغانستان او منطقه كښې د امن او استحكام په راتلو كښې مرسته وشي.د خارجه دفتر لخوا د خالي په ورځ جاري شوې خبر پاڼې له مخې خارجه وزير دا خبرې تېره ورځ د امريكې سفير او په افغانستان كښې د تفاهم عمل لپاره د امريكې خاص استازي زلمي خليل زاد سره د ملاقات په مهال وكړې. خارجه وزير شاه محمود قريشي په افغانستان كښې د امن او تفاهم په عمل كښې د سهولت كردار سره سره د پشپړه مرستې كولو پخلې وكړو. زلمي خليل زاد خارجه وزير شاه محمود قريشي د افغان امن عمل په اړه د تازه صورتحال نه خبر كړو. خارجه وزير د امريكې او طالبانو د امن په لوظنامه او د افغانانو ترمېنځه د مذاكراتو د زر او كامياب احتتام په اهميت ټينګار وكړو. خارجه وزير د داسې عناصرو د كردار او فعاليتونو په ذهن كښې په ساتلو هم ټينګار وكړو كو م چې په منطقه كښې امن نه غواړي. ده ووئيل چې د مستحكم او خوشحال افغانستان خوب د اقتصادي خوشحالې او رابطه كارې نه بغېر په حقيقت نه شي بدلېدې. ده باور وركړو چې افغانستان سره دوه اړخيزه تجارت ته وده وركولو او د سيمه ايز رابطې شريك وژن عملي كولو لپاره به پاكستان خپل كردار ترسره كوي.
متعلقہ مضامین
-
Fawad’s residence raided, important record and gadgetry recovered
-
ATC issues non-bailable arrest warrants against MQM conveyor, leaders
-
FIA takes Zardari’s aide Lawai in physical remand till July 11
-
MQM-P has every right over Karachi: Khalid Maqbool
-
Political manifestos and advertisement appeals in political campaign for GE 2018
-
COAS visits under construction Zalam Kot Tunnel in Malakand
-
Police stops Bilawal from proceeding to Uch Sharif
-
COAS visits under construction Zalam Kot Tunnel in Malakand
-
Candidates in race to win sympathies of voters in Umerkot
-
Hussain Lawai remanded in FIA custody
-
Police stops Bilawal from proceeding to Uch Sharif
-
Hussain Lawai remanded in FIA custody