اسلام آباد 30 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره د یو این ډی پی په پاکستان كښې ریذیډینټ کوآرډینېټر نیل بھونے د نهې په ورځ د مخه ښې ملاقات كړې دې ۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو ٬سماجی او اقتصادی پرمختګ ، یو این ډی پی خذمات او كوټلي پرمختيائي اهداف نړيوالې ایجنډې په اره د پاکستان په هڅو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل یو این ډی پی پاکستان كښې د ستائنې وړ کار كوي، حکومت د كوټلي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل د ادارو کارکردګی لا فعالولو او ښه والې لپاره حکومت پبلك سیکټر اصلاحاتی تږ لاره باندې عمل كوي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د یو این ډی پی په پاکستان كښې د ریذیډینټ کوآرډینیټر په توګه د نیل بھونے خذمات وستائل۔ یو این ډی پی په پاکستان كښې ریذیډینټ کوآرډینیټر نیل بھونے ووئيل په پاکستان كښې د پاتې كيدو په مهال ښه وخت تير شوے۔ ده د یو این ډی پی سره په بشپره مرسته د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
PM warns of increased load shedding in country in July
-
Sindh govt launches ‘economical’ Peoples Bus Service in Karachi
-
Sindh govt launches ‘economical’ Peoples Bus Service in Karachi
-
LG polls: MQM-P threatens to end agreement with PPP
-
Dua Zehra’s father files plea to change information officer
-
Rescue 1122 to remain alert on by-election day
-
ATC extends interim bail of 14 PTI leaders in long march case
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM
-
Chaudhry Shujaat rejects support for Hamza as Punjab CM
-
Narcotics Control Ministry wants to recruit 10,000 personnel: NA informed
-
India blocks Radio Pakistan’s twitter account
-
India blocks Radio Pakistan’s twitter account