واشنګټن ۔ 22 جولائی (اے پی پی)د نړېوال مالیاتې فنډ (آئې ایم ایف) لنډ مهاله منیجنګ ډائریکټر ډیوډ لپټن د وزیراعظم عمران خان سره په ملاقات كولو د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره وئېلې دي د پاکستان حکومت د اړخه د اقتصادې اصلاحات پروگرام اطلاق لپاره آئې ایم ایف د نورو نړېوالو شراکت دارو سره په ګډه كار كوي ۔ په واشنګټن كښې وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات نه پس جارې شوي بيان تر مخه ډیوډ لپټن وئېلې دي د وزیراعظم عمران خان سره ملاقات كښې د پاکستان په اوسني اقتصادې پیشرفت او د پاکستان حکومت په اقتصادې اصلاحات پروګرام خبرې شوي دي ۔د دې پروګرام مقصد د معیشت استحکام او د ادارو قوي كول دي د كومې په نتيجه چې پاکستان پائیدار او د متوازن زياتوالي په لار روان شي ۔ ډیوډ لپټن وئېلې دي ملاقات كښې هغوي اوس او په سباون كښې پاکستان كښې د ټیکس محصولات په زياتوالي او د قرضونو د كمي په ضرورت زور راوړې دے دغسې چې ورسره هېواد كښې سماجې او مجموعې پرمختګ لپاره خرڅونو لپاره زیات فنډز وركولو له اساني تر لاسه شي ۔ هغه ووئېل د پاکستان حکومت د اړخه د اقتصادې اصلاحات پروګرام اطلاق لپاره آئې ایم ایف د نورو نړېوالو شراکت دارو سره په ګډه كار كوي
متعلقہ مضامین
-
133 Indian Sikh yatrees pay respects at Darbar Sahib Kartarpur
-
133 Indian Sikh yatrees pay respects at Darbar Sahib Kartarpur
-
World Blood Donor Day observed
-
Daily Times Exclusive: Mushaal Hussein Mullick ‘What is my state waiting for’?
-
World Blood Donor Day observed
-
Khar to lead delegation at FATF plenary meeting
-
SC directs mother to submit details of her two missing daughters
-
Pak-China science foundations to launch joint exchange program
-
Engro launches Volleyball Development Program
-
PRCS organizes webinar to pay tribute to voluntary blood donors
-
PM Shehbaz, Hamza exempted from attending today’s court hearing
-
PM Shehbaz, Hamza exempted from attending today’s court hearing