اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وكيلانو لخوا د قومي اسمبلۍ غړي رانا ثناالله ته د 2 اربه روپو د هرجانې نوټس لېږل شوے۔ ليګل نوټس د مئي په 26مه نېټه د اطلاعاتو خاص مرستيالې په اړه په بې بنسټه او د دروغو په بيانونو لېږل شوے۔ په نوټس كښې وئيلي شوي دي چې فردوس عاشق اعوان په ټوله نړې د يوې قابلې او ايماندارې سياست والې په توګه پېژندلې شي او هغه تر لسو كلونو د قومي اسمبلۍ غړې پاتې شوې او په پنځو بېلا بېلو وزارتونو كښې د وزيرې په توګه پاتې شوې او په دې وخت كښې ئې هم د وزيراعظم د اطلاعاتو د خاص مرستيالې ذمه وارې پغاړه اخيستې دي۔ رانا ثناالله مېډيا سره په خبرو كښې په هغې بې بنسټه تورونه لګولي دي او د هغې زړه ازار شوے او شهرت ته ئې زيان رسېدلې۔ رانا ثناالله ته وئيلي شوي دي چې تورونه دې رد كړي او بخښنه دې وغواړي او په هغه ډول دې خپره كړي لكه څنګه ئې چې د دروغو بيانونه خپره كړي دي٬ رانا ثناالله دې بخښنې سره 2 اربه روپې هرجانه هم ادا كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
Man, son shot dead over children’s brawl in Lahore
-
Elderly man hit to death
-
Broadband subscribers reach 116 million
-
IHC receives challenge to amend in law for overseas vote
-
Shifting Yasin to isolated cell in Tihar jail deplorable: Mushaal
-
PM Shehbaz Sharif departs for home after three-day Turkey visit
-
Shifting Yasin to isolated cell in Tihar jail deplorable: Mushaal
-
Red Cross says two employees killed in Mali attack
-
FrieslandCampina Engro Pakistan celebrates World Milk Day
-
SC issues notices to Attorney General and respondents in plots allotment case
-
Sherry stresses financing to tackle anthropogenic activities