اسلام آباد ۔ 2 جون (اے پی پی) اتلس كاله پس برټش ائروېز پاكستان كښې خپل فلائټ آپرېشنز يو وارې بيا پېل كوي۔ د برټش ائروېز اولنې پرواز (بی اے ډبلیو 261) د روانې مياشتې په 3 مه نېټھ د ګل په ورځ سحر 25 دقيقې دپاسه 9 بجې هیتھرو ائرپورټ (لندن) څخه اسلام آباد انټرنېشنل ائرپورټ ته رارسي۔ ددې پراوز 240 مسافر به د پاكستان او برطانيې بېرغ لاس كښې نيولو سره بوئنګ 787 ډریم لائنر څخه بهر راوځي۔ د خوشحالۍ په دې موقع به د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داود، سمندرې پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال ذوالفقار حسېن بخاری، د هوابازۍ سېكتر / د سول ايوي اېشن اتھارټي ډي جي شاه رخ نصرت ٬ د اېوی اېشن ډویژن او برطانوی هائی کمېشن مشران چارواكي د اسلام آباد په هوائي مېدان د مسافرو هركلې كوي۔ هم دا پرواز به لس دقيقي دپاسه يوولس بجې د بی اے ډبلیو 261 نمبر سره اسلام آباد څخه مسافر هيتھرو ائرپورټ ته وړولو له روانېږي۔ وروستو به وفاقي وزير غلام سرور خان، د تجارت صلاحكار عبدالرازق داود، اطلاعاتو لپاره د وزيراعظم خاص مرستياله فردوس عاشق اعوان ٬ د برطانيې هائي كمشنر ټامس ډریو، د برټش ائروېز چیف کمرشل آفیسر اېن ریوبریم او د هوابازۍ سېكتر شاہ رخ نصرت د ګډې خبري كنفرنس كوي۔
متعلقہ مضامین
-
100pc anti-polio target achieved in Kasur
-
PTI moves LHC for notifying new MPAs on reserved seats in PA
-
IHC seeks affidavit from Mir Shakil in controversial advertisement case
-
HEC to launch online mechanism to facilitate cashless payments
-
President appoints two ECP members from Punjab, KP
-
Naval chief confers awards upon personnel
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
Broadband subscribers reach 116 million
-
Pakistan’s rice export to China crosses $225 million
-
Ghulam Nabi Memon appointed as inspector-general of Sindh Police
-
Ministers assure uplift of higher education sector despite challenges
-
ISI mandated to screen all public office-holders