اسلام آباد ۔ 01 مئي (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د مئي اولنۍ نېټه مونږ ته د خواري كښو خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو موقعه راكوي كوم چې د هېواد تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار لري ۔ ده ووئيل مونږ د ظلم او نا انصافۍ په ضد شكاګو كښې د مړو شوو هڅې يادولو سره د هېواد تعمير او پرمختګ كښې د مزدورې ډلې مهم كردار ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ دا ننۍ ورځ د پاكستان د مزدورانو كردار ٬ صلاحيتونه او د هېواد سوكالۍ د پرمختګ خوښي قام د عزم علامت دے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د مئي په اولنۍ نېټه د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال خپل پېغام كښې وكړه كومه چې نن د نهې په ورځ په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي۔ سپيكر ووئيل خواري كښه ډله د كوم هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مركزي كردار ترسره كوي ځكه په مونږ لازم ده چې د دوئي خېر ښېګړې او دوئي ته د معاوضې په وخت وركړه باوري كړو۔ ده په مزدورانو زور راوړو چې دوئي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كړي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سوري د دې ورځې په مهال خپل پېغام كښې د ګردې نړۍ افرادي قوت ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل افرادي قوت د كوم هم هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ووئيل هېواد كښې موجوده جمهوري حكومت د مزدورانو او د دوئي د كورنيو خېر ښېګړې له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
KP government to provide facilities to TMAs