اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم عمران خان په درخواست د سعودي عربستان زندانونو نه د 2107 پاکستانو بنديوانو وګړو په فوري توګه د راخوشې كولو امر كړې۔ خارجه وزير دې ځائې څخه جاري كړې بيان كښې وئيلي دي سعودي ولي عهد د وزيراعظم عمران خان په درخواست د سعودي عربستان په زندانونو كښې د بنديوانو پاكستانو وګړو په سمدستي توګه د راخوشې كولو امركړې په كوم چې مونږ د ولي عهد مننه كوو۔ ده ووئيل دا زمونږ لپاره لوئ خبر دے ولې چې د هغه پاكستانو كورنيو غږ واورېدلې شوې كومو چې د اوږدې مودې راهسې درخواستونه كول۔ خارجه وزير ووئيل زه د خپل اړخه او د پاكستاني اولس لخوا د ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان د زړه له كومي نه مننه كوم۔ دې ووئيل د خېر سګالۍ دې ګام سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې لا مستحكمې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Envoy invites Chinese tech company to invest in Pakistan
-
Chairman Senate calls on AJK PM
-
Tenth Steering Committee of Ehsaas Undergraduate Scholarships discusses enhancements
-
Govt complete 19 reforms under ADBs, Program
-
Chairman Senate calls on AJK PM
-
Eyewitnesses to be cross examined in Priyantha case from today
-
Over 43m children administered polio vaccine in capital
-
Zameen.com holds property sales event in Faisalabad
-
Eyewitnesses to be cross examined in Priyantha case from today
-
IG Punjab approves departmental recruitment of 73 inspectors
-
Haleem accuses opposition of conspiring against homeland
-
No way for Imran to save his govt: Bilawal