اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاكستان اوسنۍ دوره ډېره مهمه ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل ما خپل سعودي همڅنګ سره په يوه ناسته كښې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې او دا خبره شوې چې نن د ورځې 11 بجې به سرينا هوټل كښې د ګډې خبري كنفرنس كوو۔ ده ووئيل مونږ يو نوې سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړوو چې ورسره به د دواړه هېوادونو يو بل سره مرسته زياته شي۔ د پاكستان لخوا به ددې كونسل مشري وزيراعظم عمران خان او د سعودي عربستان لخوا سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان كوي۔ ده ووئيل د سپریم کوآرډینیشن کونسل جوړېدو نشست نه وروستو به اېم او يوز لاسليك كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سعودي عربستان لخوا د توان ٬ كركيلې ٬ تېل او ګاز په څانګو كښې بېل لوظنامې كېدونكي دي۔ دې سره سره په پائپ لائن كښې به هم لوظنامه كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ پخوا هم ښې اړيكې وې او د شريك باور خپلولي وه ولې مونږ دا اړيكې په معاشي او ستراتيجيكي همكارۍ كښې بدلوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اوسنو شمېرو ترمخه د لوئے څښتن په فضل د پاكستان معيشت مخ په ښه كېدل پېل شوي دي۔ امپورټس كم شوي او اېكسپورټس زيات شوې دې۔ د خلقو او سرمايه كارو باور زيات شوې۔ بهرني سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ كښې ژوره خوښي لري او يواځې سعودي عربستان نه بلكې هيله ده چې د مارچ مياشت كښې ملائيشيا هم پاكستان كښې لويه سرمايه كاري وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سعودي عربستان سره د پاكستان اړيكې مثالي دي او هم دا سوب دې چې د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل دومره لوئې سعودي پلاوې پاكستان ته راغلې دې۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې په اړه به مونږ حقائق وړاندې كوو او هند چې په سفارتي كچه د پاكستان د يواځې كولو كوم خوب ليدلو هغه ختم شوې او دومره لويه سفارتي دوره نړۍ ته وړاندې ده۔ ده ووئيل پاكستان يو ذمه وار هېواد دے كوم چې د امن خبره كړې او كوي به۔ ده ووئيل پاكستان خپلو نړيوالو ذمه وارو څخه ښه خبر دې۔ ده ووئيل هند دې د تحقيقاتو نه لرې او بې بنسټه تورونو لګولو څخه ډډه وكړي او كه كوم كوټلي ثبوتونه لري نو هغه دې وړاندې كړي مونږ بشپړه مرسته كولو له چمتو يو۔ ده
متعلقہ مضامین
-
Imran Khan, Joe Biden have many similarities in their priorities: FM
-
Osama bin Laden used to support, fund Nawaz Sharif: Abida Hussain
-
PTI’s govt won’t last a day if I don’t want it to: Pervaiz Khattak
-
Pakistan secures 17 million doses of Covid-19 vaccine
-
Hajj dues to be received in three installments
-
CJP forms a larger, six regular benches for next week
-
CDA starts upgradation work on three major parks
-
Bibliophile President Alvi shares best reads of 2020
-
CJP forms a larger, six regular benches for next week
-
Pakistan to expose India’s abuses in IIOJK on Feb 5
-
View From Distance
-
Record computerisation to ensure quick service delivery, transparency: AGP