اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)پخواني عسكري قيادت وئېلي دي په ساهيوال كښې د پوليس د لاسو د عامو وګړو وژنه د نه قبلولو وړ ده ٬خليل او د هغه د كورنۍ قتل كوليټرل ډي مېج ګرځول ناسمه او مظلومه كورنۍ قصور واره ګرځول ظلم دے٬په هېواد كښې د امن لپاره د پوځي عدالتونو تسلسل ته اړتيا ده۔د جمعې په ورځ د پخوانو عسكرو تنظيم ويټرنز آف پاكستان غونډه د تنظيم صدر جنرال(ر)علي قلي خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وائس اېډمرل احمد تسنيم٬برېګېډئېر ميا محمود٬ډاكټر بابر ظهيرالدين٬ميجر فاروق حامد خان٬برېګېډئېر عربي خان٬كرنل دليل خان او برېګېډئېر مسعود الحسن هم موجود وو۔پخواني عسكري قيادت د ساهيوال پېښې غندنه وكړه او د سي ټي ډي موقف رد كولو سره يې ووئيل د پوليس د لاسو د عامو وګړو قتل د نه قبلولو وړ دے٬دې سره په هېواد كښې يره ترهه پیدا شوې۔ده ووئيل ذيشان ترهه ګر ٬ خليل او د هغه كورنۍ وژنه كوليټرل ډيمېج ګرځول ناسمه او مظلومه كورنۍ قصور واره ګرځول ظلم دے۔ده ووئيل كه ذيشان د پوليس په رېكارډ كښې ترهه ګر هم ؤ نو هغه دا ډول قتلول هېڅ جواز نه لرلو۔بلكې هغه د نيولو سره پلټنې پكار وې۔دوي ووئيل سياسي ګوندونه او مېډيا دې د پاكستان مخالفو ډلو په ضد يو موټې شي۔دوي غوښتنه وكړه چې د راؤ انور په ضد مقدمه دې زر تر زره انجام ته ورسولې شي دغسې چې دا معامله د هېواد دښمنه عناصر د خپل ناوړه مقاصدو لپاره استعمال نه كړي۔دوي ووئيل په هېواد كښې د امن لپاره د پوځي عدالتونو تسلسل ته اړتيا ده
متعلقہ مضامین
-
World celebrates International Women’s Day today
-
Shazia Marri says PM is clearly worried
-
Shazia Marri says PM is clearly worried
-
No place for corrupt system in Naya Pakistan: Shahbaz Gill
-
Improved service delivery to be ensured in Gujranwala: Commissioner
-
IHC clubs two petitions against PECA
-
Former president Rafiq Tarar passes away
-
IHC clubs two petitions against PECA
-
Imran’s ‘rants’ won’t hinder no-trust move: Shehbaz
-
Former president Rafiq Tarar passes away
-
ECP to ensure women’s participatory role in electoral process: CEC
-
India, its allies seeking permanent UNSC seats for power, not to promote world peace: Pakistan