اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) پاكستان په واضحه توګه وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن د پاكستان په ګټه دے٬ دا د حكومت د ترجيحاتو برخه دے٬ مونږ خوشحاله يو چې زمونږ دا دريځ نورو هېوادونو هم منلې چې د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ پھ غونډه كښې د خارجه وزارت لخوا ايوان ته ووئيل شول چې د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په افغانستان كښې امن ضروري دے۔ پاكستان او په خاص توګه وزيراعظم د كافي مودې نه وائي چې د افغانستان د شخړې كوم پوځي حل نشته۔ د افغانانو په مشرې كښې د سولې او تفاهم عمل يوازې د دې معاملې حل دے۔ په افغانستان كښې سياسي حل لټولو لپاره د پاكستان او امريكې په خيالاتو كښې مطابقت پېدا شوے۔ اولس مشر ټرمپ د ترهګرې په ضد پاكستان كردار تسليم كړے او د خبرو اترو د لارې د افغان شخړې حل لپاره ئې د پاكستان نه مرسته غوښتې۔ پاكستان د افغان د سولې عمل ملاتړ لپاره ټولو سيمه ايزو هېوادونو سره په تماس كښې دے
متعلقہ مضامین
-
PM’s former spokesperson rejoins PPP
-
WHO applauds Pakistan on vaccinating over 100 million individuals against Corona
-
No-trust vote against PM by March 9: PPP
-
PM’s former spokesperson rejoins PPP
-
Ministers, political leaders visit Kocha Risaldar to condole with blast victims
-
IRSA releases 56737 cusecs water
-
Swati vows to uplift Pakistan Railways through branding campaign
-
Pak vs Aus: Pakistan’s new bowling coach Shaun Tait to arrive day after tomorrow
-
IHC clubs two petitions against PECA
-
Cross border e-commerce exhibition to boost China-Pak cooperation
-
Cross border e-commerce exhibition to boost China-Pak cooperation
-
Cross border e-commerce exhibition to boost China-Pak cooperation