اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاكستان د سموګ او اوبو كمي په شمول د چاپېرچل يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے ٬ مقابلې له به ئې سائنسي سفارتكاري فعاله او د نتيجې وړ جوړولې شي۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښې د سائنسي سفارتكارۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په خارجه وزارت كښې د لوړې كچې بېن التنظيمي غونډه كښې د سائنسي سفارتكارۍ پېل شوې۔ غونډه كښې د روغتيا ٬ تعليم ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ موسمياتي بدلون او فوډ سېكورټي څانګو سره اړوندو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ خارجه وزير د سائنسي سفارتكارۍ غونډه كښې ګډون كوؤنكو چارواكو ته هركلې اووې۔ شاه محمود قرېشي غونډه ته خطاب كښې ووئيل مونږ څه موده وړاندې د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه معاشي سفارتكاري پېل كړې وه او نن د لوئې څښتن په فضل سائنسي سفارتكارۍ پلو روان يو۔ د بده مرغه دلته تعليمې څانګو ته ډېر كم پام كولې شي۔ ده ووئيل مونږ تر ټولو غوره كسان لرو۔ مونږ سره نوموړي سائنسمدار او تعليمي پوهان شته د كومو مرسته چې مونږ لپاره او دې هېواد لپاره ډېره ګټه وره ثابتېدې شي۔ ده ووئيل خارجه چارو لپاره اېډوائزري كونسل كښې مو پوهان شامل كړې دغسې چې د دوئي د تجربو څخه ګټه پورته كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
Russia and Pakistan key stakeholders in Afghan peace: envoy
-
“US is very serious in troops withdrawal”: Taliban chief negotiator
-
PPP ready for ‘long march’ to protect 18th Amend: Bilawal
-
LHC annoyed over NAB for failing to submit reply
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
South Asia challenges to grow in 2019 due to India, Afghanistan elections: US
-
South Asia challenges to grow in 2019 due to India, Afghanistan elections: US
-
Sahiwal encounter illegal
-
Saudi crown prince to visit Pakistan; $14b investment expected
-
Constructions in H-17, zone-1 violating ICT By-Laws