اسلام آباد 25دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د باني پاکستان د ” ایمان، اتحاد، تنظیم” ځالانده اصولو په پېروۍ كولو زور رواړلو سره وئيلي دي چې قام دې د ټولنې څخه د انتها خوښۍ٬ ترهګرۍ او د بدعنوانۍ لعنتونو نجات لپاره خپلو صفونو كښې اتحاد پېدا كړي٬ د دې عزم تجدید دې وكړې شي چې مونږ د قائداعظم د وژن په رڼا كښې به د هېواد خدمت لپاره په انفرادي او اجتماعي توګه ډېر محنت كوٶ۔ اولس مشر دا خبرې د بابائے قوم قائداعظم محمد علی جناح 142مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښې وكړې۔ ده ووئيل دا مونږ ټولو لپاره د خوشحالۍ٬ جمهوريت٬ روشن خيالي٬ د آئين سرلوړۍ او د حكومت حكمرانۍ لپاره د لوړو تصوراتو سره د خپل تړون د پخلي موقع ده كوم چې زموبږ عظیم لارښود خپل ټول ژوند كښې مقدم ساتلي ٶ۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل قائداعظم محمد علی جناح په ناموافق حالاتو كښې د نيمې وچې مسلمانان يو موټې او د يو قام په حېث راجمع كړل او دوي لپاره ئې يو جلا او خپلواكۍ هېواد ترلاسه كړو چرته چې ھغوي د خپل دود دستور او رواياتو له مخې ژوند وكړې شي۔ ده ووئيل د لوي څښتن په فضل زمونږ هېواد بابائے قوم د تصوراتو په رڼا كښې د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوے۔ ده ووئيل نن مونږ نه يوازې خپل عظيم لارښود ته پېرزونې وړاندې كوٶ بلكې د دوي په تعليماتو د خپل باور تجديد هم كوٶ۔
متعلقہ مضامین
-
UMT president calls for world peace through education
-
Covid 19 vaccination drive to gear up in Jamshoro
-
Web portal for HR complaints approved
-
Job fair at NUML draws large crowd
-
‘Plant for Pakistan’ initiative to reverse deforestation
-
Taking law into own hands against Shariah, Constitution, humanity: CII
-
CM Balochistan tests positive for COVID-19
-
Kashmiri women surviving onslaught of Indian state terrorism every day: Afridi
-
World’s intervention urged to save Malik’s life
-
Minister inaugurates meal programme in 25 primary schools of ICT
-
IHC dismisses disqualification case against Asif Zardari
-
Serving masses sole duty of civil servants, politicians