اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي د هند لخوا د اېس 400 مېزائل سسټم اخستلو سره په سوئېلي آسيا كښې سټراټېجك استحكام لا د عدم استحكام ښكار او په منطقه كښې د وسلې نوې زغل رامخې ته شي۔د جمعې په ورځ د خارجه دفتر دفتر له مخې د هند د اېس 400 مېزائل سسټم اخستل د ګڼ اړخيزه ذريعو بېلسټك مېزائل ډيفنس(بي اېم ډي)ترلاسه كولو د هڅو برخه ده۔وياند ووئيل دې سره به منطقه كښې سټراټېجك استحكام لا د عدم استحكام ښكار او منطقه كښې د وسلې نوې زغل پېل شي۔په مئي 1998 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اتومي تجربو نه وروستو پاكستان بي اېم ډي سسټمز ترلاسه كولو په ضد منطقه كښې سټرټېجك رسټرينټ رجيم(اېس آر آر)وړاندې كړې و۔ ده ووئېل د هند لخوا په وړاندېز رد كولو پاكستان په دفاعي صلاحيتونو كښې په اضافه مجبور كړې شوې كوم چې بي اېم ډي سسټم غېر موثره كولې شي۔پاكستان د هر ډول ويپن سسټم خطرو د مخ نيوي صلاحيت لري٬ موڼږ لږ تر لږه ډيټرنس په ځاې ساتلو پالېسۍ په اړه د هېواد دفاع باوري كولو او سباؤن كښې په منطقه كښې سټرټېجك توازن په ځاې ساتلو لپاره عزم لرو
متعلقہ مضامین
-
Pak-China Friendship Hospital Gwadar to complete by Dec 2022
-
Pak-China Friendship Hospital Gwadar to complete by Dec 2022
-
31 new Omicron cases detected in Lahore
-
Pak-China Friendship Hospital Gwadar to complete by Dec 2022
-
Karachi shivers as rainfall reduces temperature
-
Hazrat Fatima (AS) a role model for Muslim women: Dr Noor-ul-Haq Qadri
-
In 2020-21, FBR collected Rs4,745b tax: finance ministry
-
Karachi’s coronavirus positivity ratio raises to 10.25%
-
Inflation stands at 9.8 per cent, Senate informed
-
Afghanistan needs humanitarian assistance: COAS
-
Inflation stands at 9.8 per cent, Senate informed
-
Pakistan denies reports of cancellation of helicopter deal with Turkey