اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ځوانانو ته د هنر زده كولو او د عزت روزګار وركولو ته د پي ټي آئي حكومت پام لرنه كوي٬ځوانان له د سي پیك په اړوندو څانګو كښې تربيې وركولو ته دې پام وكړې شي٬قطر كښې د فټ بال ورلډ كپ او ايكسپو نوكرو لپاره دې د پاكستان هنرمندان جوړ كړی شي۔ده دا خبره د نيوټېك ايګزېكټو ډائرېكټر ذوالفقار احمد چيمه سره وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ليدلي وو۔ذوالفقار احمد چيمه د نيوټېك روانو پروژو په اړه وزيراعظم له بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل ځوانانو له هنر وركول د بې روزګارۍ او غريبۍ ختمولو په لړ كښې مرستياله ګرځي ۔ده ووئيل په تربيه كښې دې هغه څانګو ته زياته پام لرنه وشي د كومو چې په هېواد او نړيوال كچه غوښاته زياته ده ۔وزيراعظم نيوټېك ته سپارښتنه وكړه چې د زياتو كسانو تربيه دې وكړې شي او د سي پېك په اړه څانګو كښې دې تربيې وركولو ته خاص پام وكړی شي۔ده ووئيل قطر كښې د فټ بال ورلډ كپ او ايكسپو نوكرو له دې د پاكستان هنرمندان رامخې ته كړی شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Pakistan registers protest with Indian diplomat over ceasefire violation
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry
-
Pakistan allows primary schools to resume classes from Sept 30
-
Motorway rape victim agrees to record statement, identify culprit: reports